تازه خبرونه
په کابل هوایي ډګر کې د خونړی برید مخنیوی ناشونی و- امریکا
د امریکا د دفاع وزارت څېړنې ښيي، چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د تېر کال د اګسټ پر ۲۶ د رامنځته شوي برید مخنیوی ناشونی و.
له برید نږدې شپږ میاشتې وروسته، پنټاګون خپلې موندنې له رسنیو سره شریکې کړې.
پنټاګون په ډاګه کړې، چې د دغه برید مخینوی ناشونی ؛ ځکه، چې بریدګر په یوازې سر عمل کړی او نهه کیلو ګرامه چاودیدونکیو توکو ته یې چاودنه ورکړې وه.
امریکايي پوځي چارواکو ویلي، چې د برید پر وخت د امریکايي سرتېرو پر ډزو کې څوک وژل شوي ندی.
د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګست پر ۲۶ د کابل هوايي ډګر د یوه خونړي ځانمرګي برید شاهد و، چې په کې یو سل او اویا ملکي افغانان، چې له افغانستان څخه یې د وتلو هڅه کوله او ۱۳ بهرني ځواکونه؛ ووژل شول.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کینیت مکینزي په یوه راپور کې ویلي، چې په دې برید کې لږ تر لږه ۱۷۰ ملکیان او ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کینټ مکینزي وایي: څېړنې ښیي؛ داسې شواهد نشته، چې پر ډزو دې کوم امریکايي یا افغان وژل شوی وي.
د امریکا دغه جګپوړي پوځي چارواکي په پیل کې ویلي وه، چې برید «ډېر پیچلی» و؛ خو اوس د انځورونو پر بنسټ څرګندوي: بریدګر د خلکو له منځه را ووت او له امریکايي سنمدري ځواکونو څخه څلوېښت مټره لرې یې چاودنه وکړه.
د پېښې څېړونکی جنرال النز څرګندوي: له لرې یو هایلکس موټر او درې سمندري ځواکونه لیدل کیږي. په دې وخت کې د تورو کالیو یو سړی د خلکو له ډلې څخه راووت او داسې ښکاري، چې همدغه بریدګر و. ده چاودنه په هغه ځای کې وکړه، چې د سمندري ځواک څخه 40 مټره لرې ده.
د پېښې پلټونکی جنرال هانان وایي: له برید څخه شل دقیقې وروسته ټول امریکايي زخمیان را ایستل شوي او خوندي ځای ته استول شوي دي.
د دغو موندنو پر بنسټ، بریدګر له ۹ کیلو ګرامو ډېر چاودېدونکي توکي پر ځان پورې تړلي وه.
د اګست د ۲۶ نېټې برید په افغانستان کې تر ټولو خونړی و، چې له دې برید دوه ورځې وروسته له افغانستان څخه د تخلیې بهیر هم پای ته ورسېد.