تازه خبرونه
په کابل پولیتخنیک کې د هوافضا او پرمختللیو هوایي سیسټمونو ځانګړی پوهنځی جوړ شو
دغه پوهنځی څلور ډیپارتمنټونه لري، چې د بېپیلوټه الوتکو انجنیري، د الوتکو انجنیري، د هوافضا انجنیري او د رادار او اویونیک انجنیري برخې رانغاړي.
د لوړو زدهکړو وزارت ويلي، د هېواد د لوړو زدهکړو په نظام کې د لومړي ځل لپاره په کابل پولیتخنیک پوهنتون کې د هوافضا او پرمختللیو هوايي سیسټمونو ځانګړی پوهنځی جوړ شوی دی.
دغه پوهنځی څلور ډیپارتمنټونه لري، چې د بېپیلوټه الوتکو انجنیري، د الوتکو انجنیري، د هوافضا انجنیري او د رادار او اویونیک انجنیري برخې رانغاړي.
د لوړو زدهکړو وزارت څرګنده کړې، د دې پوهنځي جوړول د هېواد په اړتیا وړ څانګو کې د مسلکي کادرونو د روزنې لپاره د دغه وزارت د پروګرامونو یوه برخه ده.
د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم هم د لوړو زدهکړو شورا په غونډه کې د اسلامي امارت د پېنځهکلنو لاسته راوړنو په اړه خبرې کړي او د استادانو پر ډېر ملاتړ او ورته یې د غوره زدهکړهییزو شرایطو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
د پوځي چارو کارپوهان د دې پوهنځي جوړول د هېواد د علمي او تخنیکي وړتیاوو د لوړولو په برخه کې یو بنسټیز ګام بولي.
د دوی د څرګندونو له مخې، د هوافضا، بېپیلوټه الوتکو، رادار او اویونیک په برخو کې زدهکړې کولی شي د هېواد د تخنیکي وړتیاوو او کورنیو صنعتونو د پراختیا زمینه برابره کړي.
یو شمېر زدهکړیالانو هم د دې پوهنځي له جوړېدا هرکلی کړی او وايي، چې په نویو او تخصصي څانګو کې زدهکړې به ځوانانو ته ډېر علمي فرصتونه برابر کړي.
د لوړو زدهکړو وزارت مسوولان وايي؛ هڅه کوي، چې د تخصصي څانګو پر جوړولو د هېواد د اړتیا وړ مسلکي کادرونو د روزنې زمینه برابره کړي.