تازه خبرونه

په کابل پوهنتون کې زدکړیالان د مسلکي استادانو لږوالي اندېښمن کړي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۹, ۱۴۰۱)

د بېلابېلو دولتي پوهنتونونو یو شمېر زدکړیالان د درسي  وخت اوږدوالي او د مسلکي استادانو لږوالي اندېښمن کړي دي.

یو شمېر زدکړیالانو ويلي؛ د هېواد په پوهنتونونو کې تعلیمي اوونۍ داسې وېشل کېږي، چې محصلین په اوونۍ کې درې بشپړې ورځې زدکړې کوي، چې ان ډوډی خوړولو ته وخت نلري.

دوی زیاته وي؛ ځینی زدکړیالان د اقتصادي ستونزو له کبله نیمه ورځ کار کوي، نو له همدې کبله یې یو شمېر نشي کولی خپلو درسونو ته حاضر شي.

د کابل پوهنتون زدکړیال  فیصل امرخېل وایي: درسونه مو له ځنډ او خنډ سره مخ دي او له همدې کبله یو سمستر وروسته پاتې یوو. 

زدکړیال بیوند بتان، چې په ليليه کې ژوند کوي؛ د برښنا، د څښاک د اوبو او د استراحت د ځاى له نشتوالي شکايت کوي.

د کابل پوهنتون د رسنیو مسوول رحیم الله ندیم وايي، چې د دغو زدکړیالانو یا محصلينو ستونزې دومره پراخې نديو چې حل نشيګ خو د مسلکي استادانو د کمښت ستونزه مني او زياتوي، چې دا ستونزه له تېر حکومت څخه په ميراث پاتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د وروستيو سياسي تحولاتو او د بېوزلۍ له کبله يو شمېر ځوانو محصلينو د کډوالۍ لاره خپله کړې او يو شمېر نور، چې له نړيوالو سره اړيکې لري، هېواد یې پرېښی او يو شمېر نور د وتلو په لټه کې دي.

Trending

Exit mobile version