تازه خبرونه

په کابل ښار کې د برښنا ظرفیت لوړيږي- برښنا شرکت

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۵, ۱۴۰۱

برښنا شرکت وايي، په روان ژمي کې به د برښنا د پرچاوۍ او دایمي کمښت د مخنیوي لپاره د برښنا ظرفیت لوړ کړي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکيو ويلي، د برښنا پرچاوي له ژمي مخکې پیل شوې او د وېش سیستم یې هم منظم ندی.

دوی اندېښنه لري، چې که په ژمي کې د کابل برښنا همداسې ستونزې ولري؛ دوی به له جدي ستونزو سره مخ شي.

د کابل اوسیدونکی علی وایي:  مونږ د لرګیو اخیستلو لپاره راغلي یوو؛ ځکه، چې ژمی راروان دی او د برښنا د نشتوالي له کبله اړ یوو، چې لرګي وکاروو.

ډېری کابل میشتي پدې تمه دي، چې له برښنا پرته ژمی په رارسېدو دی او دوی سر له اوسه د خپلو کوټو د تودولو لپاره د لرګیو او سکارو په اخیستلو کې د بیو د لوړېدو له رامنځته شویو ستونزو سره شوي دي.

یو بل کابل ښاري شعیب نومی وایي: له یوې خوا د آسانتیاوو نشتوالی او د نرخونو اقتصادي ستونزې له بلې خوا له څو کلونو راپدیخوا د لرګیو بیې لوړې شوې دي.

د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، سره له دې، چې د کابل برښنا ډېرې پرچاوۍ لري؛ خو د برښنا بېلونه بیا ډېر لوړ وي او دوی نشي کولی لګښت یې پرې کړي.

د کابل اوسیدونکی صفی الله ویلي: زمونږ د برښنا بېل د تېرې میاشتې په پرتله شل فیصده زیات شوی دی او خرڅلاو په هغه کچه ندی، چې زه باید دا پیسې ورکړم. 

د کابل اوسیدونکی حسیب الله وایي: زمونږ ټول کارونه له برښنا سره تړلي دي او که دا نه وي؛ زمونږ هیڅ کار به مخ ته نه ځي او د برښنا بل هم ډېر راځي.   

په ورته وخت کې د برښنا شرکت په راتلونکي ژمي کې د برښنا د پرچاوۍ د مخنیوي لپاره چمتووالی نیولی دی.

د دې ادارې مسوولین وايي، چې د کابل د برښنا ظرفیت به لوړ شي.

د برښنا شرکت مسوولین له خلکو غواړي، چې د برښنا لګښت ته جدي پاملرنه او د سپما لپاره یې هڅې وکړي.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وایي: د دې لپاره، چې د برښنا د دایمي بندیدو مخه ونیول شي؛ هېوادوال باید لږ برښنا مصرف کړي او مونږ به په پلازمېنه کې د برېښنا ظرفیت لوړ کړو.

د برښنا پرچاوۍ له هغو اندیښنو څخه یوه ده، چې د هېواد وګړي یې تل یادوي او افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې ۸۰ سلنه برښنا یې وارداتي ده. په وروستیو کې دولتي چارواکو هم ویلي وه، چې د برښنا د پور لویه برخه یې تاجکستان او ازبکستان ته ورکړې ده.

Trending

Exit mobile version