تازه خبرونه
په کابل ښار کې شاوخوا شپږ زره ښاري سوالګر راټول شول
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال پر مشرۍ د سوالګرو د راټولولو کمیتې د روانې وږي میاشتې تر ۲۲ پورې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۵ زره ۹۱۴ سوالګر راټول کړي دي.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر دفتر د چارشنبې پر ورځ د وږي ٢٣ په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ په راټولو شويو سوالګرو کې ٣٨٢٧ ښځې دي، چې تر ارزونې وروسته ١٠٦٩ يې مستحقې او ٢٨٠٣ يې د حرفوي سوالګرو په توګه پېژندل شوې دي.
دغه راز زیاته شوې؛ ۵۱۸ يې نرينه دي، چې له ارزونې وروسته ۱۳۸ يې مستحق او ۳۸۰ نور يې حرفوي سوالګر دي.
دغه راز په يادو راټولو شویو سوالګرو کې ۱۵۲۴ ماشومان هم شته، چې ۷۶۳ يې مستحق او ۷۲۳ نور يې حرفوي سوالګر دي او ۳۸ يتيم ماشومان له بايومتريک وروسته د کار او ټولنيزو چارو وزارت ښوونيزو مرکزونو ته استول شوي دي. په دغو مرکزونو کې د یتیم ماشومانو د تغذیې تر څنګ د زدکړې زمینه هم برابریږي.
دا په داسې په حال کې ده، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا په کابل ښار کې پر مستحقو سوالګرو د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړې او تر اوسه سلګونه کسان له دې مرستو برخمن شوي دي. په دې پروګرام کې هره میاشت د سوالګرو کورنیو هر غړي ته ۲۰۰۰ افغانۍ هم وېشل کیږي.
