تازه خبرونه

په کابل ښار کې له ترافيکي پېښې ۱۴ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته شوې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۱, ۱۴۰۱)

د کابل ترافيکو رياست ويلي، نن سهار په کابل ښار کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله پېنځه کسان مړه شوي او نهه نور ټپيان دي.

د سرچينو د څرګندونو له مخې؛ ، چې له پسونو ډک يو ټريلر د خيرخانې له سيمې څخه د ښار پر لوري روان و، چې کنټرول يې له لاسه ورکړ او له يو شمېر موټرو او بار وړونکیو موټرو سره يې ټکر وکړ.

سرچینې دا هم ویلي، چې په دې پېښه کې له ۴۰ ډېر پسونه، چې په ټریلر کې بار ول هم مړه شوي دي.

تر اوسه پدې اړه نور جزئیات خپاره شوي ندي.

Trending

Exit mobile version