تازه خبرونه

په کابل ښار کې چاودنې ۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۵, ۱۳۹۹)

د کابل پولیسو ویلي، چې د چارشنبې پر سهار په ښار کې لږ تر لږه یو پولیس وژل او درې نور ټپیان دي.

د دوی د څرګندونو له مخې د چاودنې موخه د پولیسو رینجر موټر و.

پولیسو ویلي؛ چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار د ۱۵ ناحیې د تره خېل تنګي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

تر دې دمه چا د پېښې مسوویت ندی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاریان د سې شنبې پر ورځ د ۴ ماین چاودنو لیدونکي وه.

Trending

Exit mobile version