پرمختګ او بشپړتیا

په کابل کې به درې سترې پروژې پیل شي

Published

on

(Last Updated On: )

د ښارجوړونې وزارت وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې د نږدې اویا میلیون دالرو پر ارزښت د درې سترو پروژو کارونه پیل شي.

د ښار جوړوني وزارت مرستیال سید ضیا حسیني وايي، په هېواد کې د بیکارۍ د له منځه وړلو په موخه به لويي ساختماني پروژې په مرکز او ولایتونو کې پیل او ډېر ژر به پرانستل شي.

هغه زیاتوي، په دې لړ کې دوه تاریخی بنسټونه، د ملي کتابتون او دارالامان ماڼۍ په پام کې نیول شوي، چې د رغاونې او بیا رغاونې کارونه به یې د ولسمشر لخوا په نږدې راتلونکې کې پرانیستل شي.

دوي وایي، پر دغو پروژو نږدي ۷۳ میلیون دالر لګښت راځي او کارونه به یې تر څلور کلونو دوام وکړي.

ښاغلي حسیني په ډاګه کړه؛ د ملي کتابتون له پاره مو ۵۳ میلیون دالر ځانګړي شوي، چي کار به يي په معیاري ډول تر سره  شي او نږدي شل میلیون دالر هم مو د نوموړي په وینا  د دارالامان قصر ته ځانګړي کړي دي.

د دغه وزارت مسوولین وايي، چې ډېر ژر به په کابل کې د پېنځم مکروریان تر څنګ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې هم ساختماني پروژي پیل شي.

دوی وایي، په ولایتونو کې پانګوال هڅول شوي، چې په خپلو سیمو کې ساختماني  پروژې پلي کړي، چې خلکو ته د کار او روزګار زمینه برابره شي.

خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version