تازه خبرونه
په کابل کې دوه جاسوسان نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت مسئولین وايي، چې په کابل کې يې د وسله والو مخالفینو دوه جاسوسان نیولي دي.
چارواکي وايي، دغو کسانو د بې پیلوټه الوتکې په مرسته د کابل له بېلا بېلو برخو معلومات را ټولول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپله اوونیزه خبري غونډه کي وویل، چې پولیسو په کابل کې هغه دوه کسان نیولي، چې د وړې بې پیلوټه الوتکې په مرسته يې د کابل له بېلا بېلو برخو څخه وسله والو مخالفینو ته معلومات را غونډول.
د کورنیو چاور وزارت ویاند همدارنګه وايي، دوی د افغان امنیتي ځواکونو له منځه وسله والو مخالفینو ته د معلوماتو د رسېدو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.
صدیقي زیاتوي وسله والو مخالفینو ته د معلوماتو د ورکولو په تور يې شا او خوا لس پولیس نیولي دي.
د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ په هکله تل اندېښنې وي، چې کله ناکله د افغان سرتېرو په منځ کې د وسله والو مخالفینو د نفوذي سړيو پر افغان امنیتي سرتېرو د ټوپکو خولې ورګرځولې دي.