سوداگري
په کابل کې د اسلامي پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې
ګډونوالو د اسلامي شریعت له اصولو سره سم د ټولګډونه مالي چوپړونو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې او د افغانستان د کوچنیو اسلامي پانګونو د اوسني وضعیت او د پراختیا فرصتونه یې وڅېړل.
په کابل کې د ارتباط بنسټ، د انډونیزیا سفارت، د افغانستان د کوچنیو پانګونو ټولنې او افغانستان بانک د نومبر پر یوولسمه د کابل په ګرینډ هوټل کې د اسلامي کوچنیو پانګونو د فرصتونو او ننګونو په اړه ګډه مشورتي غونډه جوړه کړې وه، چې د مالي بنسټونو، کوچنیو تمویلونو د سکټور، دولتي ادارو او نړیوالو شریکانو استازي یې ګډوال ول.
ګډونوالو د اسلامي شریعت له اصولو سره سم د ټولګډونه مالي چوپړونو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې او د افغانستان د کوچنیو اسلامي پانګونو د اوسني وضعیت او د پراختیا فرصتونه یې وڅېړل.
په دې غونډه کې د افغانستان د کوچنیو پانګونو ټولنې، افغانستان بانک او په افغانستان کې د انډونیزیا سفیر هم ویناوې وکړې.
د انډونیزیا د اسلامي پانګونې تجربې، په افغانستان کې شته ننګونې او د اسلامي شریعت له اصولو سره سم د مالي محصولاتو د پراختیا لارې چارې د خبرو اترو له مهمو محورونو څخه وې.
په دوه تخصصي ناستو کې د کوچنیو پانګونو د بنسټونو ستونزې؛ مالي سرچینو ته د لاسرسي محدودیت، د نقدینې کمښت، د تضمینونو ترلاسه کولو خنډونه او د اسلامي مالي چوپړونو د دوام ستونزې هم وڅېړل شوې.
ګډونوالو د مالي بنسټونو ترمنځ پر همکارۍ، د پوهې او تجربو پر شریکولو او د اسلامي کوچنیو پانګونو د پراختیا لپاره پر ډېرو همغږیو ټینګار وکړ.
د غونډې موخه د ټولګډونه مالي چوپړونو د پراختیا لپاره د عملي لارو چارو موندل او د اسلامي شریعت له اصولو سره سم مالي سرچینو ته د خلکو د ډېرو لاسرسي فرصتونو برابرول بلل شوي دي.