تازه خبرونه

په کابل کې د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان د څېړنیزو مرکزونو مهمه سیمه‌ییزه ناسته جوړېږي

ټاکل شوې، چې دغه ناسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي پر وینا پرانیستل شي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز پر نوښت او کوربه‌توب، په کابل کې د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان د مخکښو هېوادونو څېړنیزو مرکزونو یوه مهمه او د لوړې کچې سیمه‌ییزه ناسته ترسره کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته سبا(سې‌شنبه دغبرګولي شپږویشتمه ) د کابل پر کوربتوب جوړیږي، چې په کې به د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او آذربایجان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون کوي.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي، چې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ ورځ تر بلې پراخېږي.

د ناستې ګډونوال به د سیمه‌ییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په اړه هر اړخیز بحثونه وکړي.

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ د روانو همکاریو وضعیت هم وارزول شي او د عملي او پلي کېدونکو وړاندیزونو پر وړاندې کولو راوڅرخیږي.

د غونډې یوه مهمه ځانګړنه د سیمې د هېوادونو د څېړنیزو بنسټونو د ګډو ننګونو او فرصتونو په اړه د لیدلوري وړاندې کول دي، چې ورسره به د دوی ترمنځ د پالیسیو همغږي نوره هم پیاوړې شي.

ټاکل شوې، چې دغه ناسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي پر وینا پرانیستل شي.

تمه ده، چې دا غونډه به د افغانستان اقتصادمحوره او متوازن بهرني سیاست وځلوي او د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان ترمنځ د متقابل باور، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو او سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا لپاره نوې لارې پرانیزي.

د غونډې جوړوونکو ويلي، دا فورم څرګندوي، چې افغانستان د سیمې د اتصال، همکارۍ او اقتصادي ودې لپاره یو مهم او فعال شریک پاتې شوی دی.

Trending

Exit mobile version