تازه خبرونه

په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه سوداګریزه ناسته وشوه

دا غونډه د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي، د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د چین ځانګړي استازي یو شیاوینګ په شتون کې ترسره شوه.

Published

on

په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره په جوړه شوې درې اړخیزه غونډه کې د دغو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو د پانګونې د جلبولو او د ګډو پروژو د پیلولو لپاره د سټراټیژیو په اړه بحث وکړ.

دا غونډه د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي، د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د چین ځانګړي استازي یو شیاوینګ په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ګډو صنعتي پارکونو جوړول، د ځانګړو اقتصادي زونونو جوړول او د ګډو صادراتي پروسس مرکزونو د پیل په څیر اړینو مسلو بحث او خبرې وشوې.

سربېره پردې د درې اړخیزو سوداګریزو نندارتونونو جوړول او په افغانستان کې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو لپاره د ملاتړ مرکزونو جوړول هم د بحث نورې موضوعګانې وې.

همدارنګه د درې هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو آسانتیا د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره  یوه بنسټیزه اړتیا وړاندې شوه.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي؛ دا غونډه د ګډون کوونکو هېوادونو د جدي هوډ ښکارندویي کوي، چې په سیمه کې سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ پراخې کړي او هیله لري، چې د دې خبرو اترو مثبتې پایلې به ټولو خواوو ته ګټه ورسوي.

Trending

Exit mobile version