سوداگري
په کابل کې د افغانستان بانک د عالی شورا دوه ورځنۍ ناسته جوړیږي
اریانانیوز ته معتبره سرچینو منلي؛ شاه محمد محرابي، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د څارنې د بورد غړی دی؛ افغانستان ته راغلی.
د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې محرابي به د افغانستان بانک د عالي شورا په غونډه کې برخه وا خلي.
دوۍ زیاتوي، چې تر راتلونکیو دوه ورځو به د بانک عالي شورا جوړه شي او د غونډې اجندا هم د هېواد په مالي او بانکي نظام کې ټیکاو را وستل نومول شوي.
د افغانستان بانک مسوولین وايي، دا اداره د افغانستان بانک د پرېکړې یوه ستره شورا ده، چې غړي یې د دغه بانک د مهمو پالیسیو د جوړولو او د فعالیتونو د څارنې مسوولیت لري. د افغانستان بانک د عالي شورا د غړیو د کار موده پېنځه کاله ده.
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان هم د افغانستان بانک او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د څارنې کمیسیون د غړو ترمنځ همغږي اړینه بولي.
دوی زیاته کړې، چې باید د افغانستان بانک د عالي شورا په راتلونکې ناسته کې هڅه وشي، چې په هېواد کې د روان مالي بحران د مدیریت لپاره لازم تدابیر رامنځته کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی لعل ځاځی وایي: زه ما له نظره ترهغې، چې غیر پولي اهدافو لپاره کنګل شوې پیسي بندې وي او افغانستان ته ورنکړ شي، نو ښايي دا سفرونه دومره مثبت نوي او اړیکې باید د امریکا د خزانې له وزارت سره زیاتي شي، چې د افغانستان دا بندې پیسې بېرته آزادي شي. که بندې وي، دا د افغانۍ پر ارزښت منفي اغېزې کوي.
د افغانستان بانک عالي شورا غړي د افغانستان بانک د مهمو پالسیو، د طرحو او د اداري فعالیتونو د څارنې مسوولیت لري. د افغانستان بانک د عالي شوراغونډه په هرو درې میاشتو کې یو ځل جوړیږي. بل لور ته د افغانستان څه باندې ۳،۵ میلیارد دالرو کنګل شوې شتمني د صندوق د څارنې د بورډ غړی ډاکترانوار الحق احدي له آریانانیوز سره په خپله روستۍ مرکه کې ویلي، چې دوی د افغانستان بانک او د ماليي له وزارت سره له نږدې غیر رسمي اړیکي لري.
د کنګل شوې شتمنۍ صندوق د څارنې بورد غړی داکتر انوارالحق احدي د نومبر پر ۲۵ له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي: مونږه کله نا کله د افغانستان د ماليي وزیر او د افغانستان بانک له رییس سره غیر رسمي اړیکي لرو او پر ځنیو موضوعاتو بحث کوو. مونږ هڅه کوو، چې له کنګل شوې شتمۍ څخه ساتنه وشي.
د افغانستان څه باندې ۳،۵ میلیارد دالرو کنګل شوې شتمنۍ صندوق د څارنې بورد په خپله لومړۍ ناسته کې پرېکړه کړې، چې دغه پیسې به په کار اچول کېږي او ګټه به ترې واخیستل شي.
د اکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د سویس د دولتي سرچینو له قوله خبر ورکړ شوی، چې یاد بورد خپله لومړۍ ناسته د دغه هېواد په ژنیو ښار کې کړې ده. له دې ناستې وروسته په لومړي ځل شاه محمد محرابي افغانستان ته سفر کوي.
ویل کیږي، چې محرابي د افغانستان بانک لخوا کابل ته راغوښتل شوی، چې د هېواد د بانکي او مالي نظام د ټیکا لپاره یوې پایلې ته ورسیږي.