لوبی
په کابل کې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړی پړاو پیل شو
د سیالیو لومړۍ لوبه د ۵۷ کیلوګرامه وزن په کټهګورۍ کې د کهکشان لوبډلې د امار احدي او د قلعه بست لوبډلې د محمد اکبري ترمنځ ترسره شوه.
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ(ایډبلیوپيال) لومړی پړاو د دوشنبې ماښام مهال په کابل کې پیل شو، چې د مینهوالو پراخ هرکلی یې ترلاسه کړ.
د پرانیستې مراسمو ته ګڼ شمېر مینهوال ورغلي وه؛ د پلرونو او زامنو پر ګډون ډېر شمېر لېوال ورغلي وه او د افغانستان د لومړي غوره غېږنیونې لیګ د پیل ننداره یې وکړه.
د سیالیو لومړۍ لوبه د ۵۷ کیلوګرامه وزن په کټهګورۍ کې د کهکشان لوبډلې د امار احدي او د قلعه بست لوبډلې د محمد اکبري ترمنځ ترسره شوه.
په دې سیالیو کې د هېواد ۱۰ لوبډلې او ۱۰۰ مخکښ غېږنیوونکي ګډون لري، چې د سیالیو په اوږدو کې به یو له بل سره سیالي وکړي. تنظیموونکي هیله لري، چې دا لیګ به د افغانستان د ورزشونو له مهمو سیالیو څخه وګرځي.
ګډونوالې لوبډلې یې دا دي:
اخوت
بالاحصار
دوستي
سپین غر
ستارهها (ستوري)
سوله
قلعه بست
فتح
قوشتېپه
کهکشان
هره لوبډله ۱۰ غېږنیوونکي لري، چې پر ټولیزه بڼه ۱۰۰ لوبغاړي د هېواد له بېلابېلو سیمو سره راټولوي.
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو او ټلوېزیون او د هغې د ټولنیزو رسنیو له رسمي پاڼو خپرېږي، چې د هېواد دننه او بهر مینهوال وکولی شي د خپلې خوښې دا سیالۍ نه یوازې وڅاري، بلکې کولی شي هره ورځ د کابل پر وخت د ماښام له شپږو بجو څخه یې پر ژوندۍ هم بڼه وګوري.
د لیګ تنظیموونکي وایي، له دې سیالیو موخه د افغانستان د غېږنیونې وړتیاوو راڅرګندول، د سالمې سیالۍ دودول او لوبغاړو ته د مسلکي سیالیو د یوه مناسب ډګر برابرول دي، څو خپل مهارتونه وښيي او د غېږنیوونکو نوي نسل ته الهام ورکړي.
له مینهوالو غوښتل شوي، چې د سیالیو د مهالوېش، پایلو، مهمو خبرونو او غوره شېبو د ترلاسه کولو لپاره د آریانا راډیو او ټلوېزیون رسمي ټولنیزې پاڼې وڅاري.
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ پیل په هېواد کې د مسلکي سپورټ د ودې په لړ کې یو بل مهم ګام ګڼل کېږي، چې هم مینهوالو ته نوې او په زړه پورې سیالۍ وړاندې کوي او هم غېږنیوونکو ته د کورنیو لوړې کچې سیالیو فرصت برابروي.