سوداگري

په کابل کې د امام ابوحنیفه ( رح) په نندارتون کې له ۶۰۰ ډېرو سیمه ییزو پانګوالو ګډون وکړ

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۳۱, ۱۴۰۲

په کابل کې د امام ابوحنیفه ( رح) په دوه‌یم شپږ ورځني نړیوال نندارتون کې د پاکستان، ایران او ترکمنستان څه باندې ۶۰۰ پانګوالو او سوداګرو ګډون کړی دی.

دغه نندارتون، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له‌خوا د زمري له شپاړسمې تر دوه‌ویشتمې پورې جوړ شوی؛ ګڼ‌شمېر ښځینه سوداګرو او صنعتکارانو په کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د پاکستان د سوداګرۍ پراختیا ټولنې او له ۲۵ څخه زیاتو مشهورو پاکستانيو صنعتکارانو هم په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې تویت کړی: د پاکستان، ترکیې او ترکمنستان سوداګرو استازیو په B2B (سوداګرۍ ته د سوداګرۍ بېلګه ) تر سرلیک لاندې کنفرانس کې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له‌خوا جوړ شوی و؛ ګډون وکړ او له پانګونې سره یې لیوالتیا څرګنده کړه.

د دې نندارتون د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه نندارتون نه یوازې د افغان سوداګرو د سیمه ییزو تولیداتو په وده کې مرسته کوي، بلکې له سیمه ییزو شریکانو سره د دوی اړیکې هم پیاوړې کوي.

دغه نندارتون د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د سیاسي ګټو له په پام کې نیولو پرته د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

د امام ابوحنیفه رحمةالله دوه‌یم ملي او نړیوال نندارتون، چې د جولای پر ۱۶ پیل شوی؛ د جولای تر ۲۲ به د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې روان وساتل شي.

د دغه نندارتون د جوړیدو موخه د افغانستان کورنیو تولیداتو وده، د نورو هېوادونو له نویو تولیداتو سره د افغان سوداګرو او صنعت کارانو آشنا کېدل، د صادراتو، وارداتو او ګډې پانګونې لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول او د افغان او نړیوالو سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخول دي.

Trending

Exit mobile version