تازه خبرونه

په کابل کې د امریکا سفارت پر نا اړینو خواړو ۸ میلیون دالر لګولي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۳۹۹)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت موندنې ښيي، چې تېر کال په کابل کې د امریکا سفارت اته اعشاریه څلور میلیون دالر د نااړینو خواړو پر برابرولو لګولي دي.

د یاد وزارت د عمومي پلټنې دفتر په یوه ځانګړې څارنه کې وموندله، چې: د ۲۰۱۹ کال لپاره اټکل شوي خواړه له اړتیا ډېر ول، چې چمتو شوي ندي؛  خو ۸ اعشاریه ۴ میلیون دالر ورکړ شوي دي.

د دې ادارې د راپور له مخې؛ د امریکا د دین کارپ انترنشنل شرکت ناسمه څارنه، چې په کابل کې یې د امریکا سفارت ته د خوراکي توکو، امنیت او نورو خدماتو قراردادونه اخیستي، بهرنیو چارو وزارت یې له اړتیا پرته میلینونه دالر زیانمن کړی دی.

عمومي پلټونکي او مفتش زیاته کړې؛ د نیمګړي ثبت له کبله امریکا نشي کولی، چې د خواړو لپاره ورکړ شوي اته اعشاریه څلور میلیون ډار ومومي او دا ډاډ هم تر لاسه کیدی نشي، چې یاد شرکت د تړون  شرایطو ته غاړه ایښې او که نه!

د بهرنیو چارو وزارت له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا شاوخوا ۳۵۳ میلیون دالر یاد شرکت ته د خواړو، امنیت، طبي او نور خدمتونو د تر سره کولو لپاره ورکړي دي. شرکت د تړون له مخې په ورځ کې درې ځله خواړه، په اوونۍ کې اووه ورځې، د سفارت او قونسلګرۍ کارمندانو لپاره د ۲۱ دالرو پر بیه چمتو کوي.

دغه شرکت هر کال نږدې ۲.۹ میلیون دالر د خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره ترلاسه کوي؛ خو په تېرو څو کلونو کې د سفارت کارمندانو له کمیدو سره د خواړو اړتیا هم را ټیټه شوې ده.

د دغه راپور د څرګندونو له مخې؛ تېر کال یو قراردادي افسر د ۲۰۱۶ کال د کارمندانو د شمېر پر بنسټ خواړه برابر کړي دي.

راپور په ډاګه کړې، چې بهرنیو چارو وزارت سفارت او یا د امریکا په نورو تاسیساتو کې د کارکوونکیو شمېر کمولو ته پام ندی کړی.

په پای کې د بهرنیو چارو وزارت په نوامبر میاشت کې خواړو ته اړتیا راټیټه کړه او د خواړو لګښتونه هم ۲۹ سلنه کم شول.

د راپور له مخې؛ که دا بدلون پخپل وخت تر سره شوړی وای، بهرنیو چارو وزارت به د ۸.۴ میلیون دالرو سپما کړې وه.

دغه پلټنه او څارنه دا هم ښیي، چې د بهرنیو چارو وزارت افسران او د قرارداد استازي نشي کولی پلټونکیو ته ووایي، چې څنګه دوی د خواړو معیارونه څاري. په داسې حال کې، چې دوی ویلي؛ د څارنې میاشتنی لړلیک د کمپیوټر د تازه کولو په جریان کې ورک او له منځه تلی دی.

DynCorpویل کیږي، چې د خواړو یاد شرکت هم بریالی شوی ندی، چې روغتیایي پلټنې، کیفیت څارنې او د توکو لاسته راوړلو لپاره اړین ثبوت لپاره ان د ۲۷ سلنه اسنادو په چمتو کولو کې پاتې راغلی.

Trending

Exit mobile version