تازه خبرونه

په کابل کې د امریکا پر هوايي برید د القاعده مشر الظواهري ووژل شو – د جوبایدن ادعا

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۱, ۱۴۰۱)
د امریکا ولسمشر جو بایډن ادعا کړې، چې د القاعده مشر ایمن الظواهري د امریکایي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایدن د دوشنبې پر ورځ ویلي، امریکا په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژنه د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د دغې ډلې لپاره تر ټولو لوی ګوزار وباله.

د امریکایي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ هغه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په همغږي کولو کې مرسته کړې وه، چې شاوخوا درې زره کسان یې ووژل.

الظواهري یو مصری جراح و، چې پر سر یې ۲۵ میلیون امریکایي دالر انعام ایښودل شوی و.

امریکايي چارواکو د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي، الظواهري د یکشنبې پر ورځ سهار ۶:۱۸ بجې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د امریکا ولسمشر بایدن په یوه ویدیو څرګندونه کې وایي: د شنبې پر ورځ د امریکا پوځ زما د سپارښتنې له مخې په افغانستان – کابل کې یو بریالی هوايي برید تر سره کړ، چې په دغه برید کې د القاعده امیر ایمن الظواهري ووژل شو.

بایدن دا هم ویلي، چې له دقیقو پلټنو او د القاعدې د مشر د دریځ له معلومولو وروسته یې له برید یوه اوونۍ مخکې د الظواهري د پر نښه کولو په اړه وروستۍ پرېکړه کړې وه.

د امریکا ولسمشر بایدن د امریکا په هوايي برید کې د الظواهري د وژل کېدو په اړه وایي: عدالت پر ځای شو! که هر څومره وخت تېر شي او که په هر ځای کې پټ شئ، که زمونږ خلکو ته خطر پېښ کړئ، امریکا به مو پیدا او له منځه یوسي… مونږ هیڅکله پر شا تګ نکوو.

د بایدن د څرګندونو له مخې؛ په دغه برید کې د الظواهري د کورنۍ غړي ندي وژل شوي او ملکي زیان هم نلري.

بایدن ټینګار کړی؛ امریکا به هیڅکله اجازه ورنکړي، چې افغانستان د ترهګرو پر پټنځي بدل شي.

نوموړي په ډاګه کړې: هغه د څو لسیزو لپاره د امریکا پر ضد د بریدونو طراح پاتې شوی او د امریکا د د ګټو خلاف یې د امریکا د وګړيو، کارکوونکيو او دیپلوماتانو د وژلو هڅه کړې وه.

بایډن ویلي، چې الظواهري په کینیا او تانزانیا کې پر امریکايي موخو او سفارتونو هم بریدونه کړي وه.

د امریکا استخباراتو د ډېرو استخباراتي جریانونو له لارې په پوره باور په ډاګه کړې، چې وژل شوی سړی الظواهري و. د یادې ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي خبریالانو ته ویلي؛ هغه په ​​کابل کې د یوه “خوندي کور” په برنډه یا بالکون کې ووژل شو، چې نور ځاني زیان نلري.

رویترز راپور ورکړی، چې په وروستیو کلونو کې څو ځلې د الظواهري د مړینې اوازې خپرې شوې وې او له ډېر وخت راپدیخوا د هغه د ناروغۍ په اړه راپوونه ورکړ شوي وه.

دا څارګر برید د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشت راپدیخوا، چې له دغه هېواده د امریکا پر مشرۍ بهرنيو پوځیانو او دیپلوماتانو له وتلو وروسته په افغانستان کې د امریکا لومړنی ښکاره برید دی.

رویترز څرګنده کړې، چې د هغه مړینې پوښتنې راپورته کړي، چې آیا الظواهري د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل له نیولو وروسته دا پټنځی ترلاسه کړی او که پخوانی دی.

د امریکا د ولسي جرګې د دایمي انتخابي کمېټې مشر آدم شیف ویلي: طالبان باید په کابل کې د الظواهري د حضور ځواب ورکړي؛ ځکه دوی نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې دوی به القاعده ترهګرو ته خوندي پټنځي نه ورکوي.

د ولسمشر جو بایډن له دې څرګندونو څو ګړۍ مخکې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړه، چې د کابل د شېرپور د اړوند سیمې پر استوکنځي د امریکا څارګرې یا بې پیلوته الوتکې برید کړی دی.

نوموړي څرګنده کړې، چې د دې برید بڼه په لومړیو کې ناڅرګنده وه؛ خو امنیتي او استخباراتي ارګانونو د پېښې پلټنه وکړه او په خپلو لومړنیو څېړنو کې يې دا وموندله، چې یاد برید د امریکا څارګرې یا بې پیلوته الوتکې ترسره کړی دی.

هغه دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې دا د دوحي له تړون او نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

مجاهد په ډاګه کړې؛ دا ډول کړنې د تېرو شل کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی، چې د دا ډول کړنو تکرار به دواړو لوریو ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي او ناوړه پایلې به ولري.

د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه د امریکا د ولسمشر جوبایدن د دې ادعا په اړه، چې په دې برید کې ایمن الظواهري وېل شوی او کنه؛ جزئیات ندی ورکړي؛ خو له برید وروسته کورنیو چارو وزارت د خپلو لومړنیو معلوماتو له مخې ویلي وه، چې د کابل ښار د شېرپور د اړوند سیمې پر یو تش کور توغندی لګېدلی دی.

Trending

Exit mobile version