تازه خبرونه

په کابل کې د اوبو د مدیریت په اړه نړیوال څېړنیز کنفرانس جوړ شو

عبدالغني برادر د اوبو په نړیوال څېړنیز کنفرانس کې زیاته کړې؛ اوبه یوه طبیعي سرچینه ده، خو د اقلیم د بدلون، د ککړتیا د کچې  زیاتوالي، د انسانانو د اړتیاوو زیاتوالي او د اوبو سرچینو ناسم مدیریت له کبله، دا حیاتي سرچینه د پام وړ کمه شوې او مخ پر کمېدو ده. د اوبو دې بحران د هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او نړیوالو سیاسي او اقتصادي همکاریو هم منفي اغېز کړی دی.

Published

on

د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال ويلي، چې د افغانستان د اوبو له سرچینو سره مسلکي او ملي چلند ندی شوی.

عبدالغني برادر د اوبو په نړیوال څېړنیز کنفرانس کې زیاته کړې؛ اوبه یوه طبیعي سرچینه ده، خو د اقلیم د بدلون، د ککړتیا د کچې  زیاتوالي، د انسانانو د اړتیاوو زیاتوالي او د اوبو سرچینو ناسم مدیریت له کبله، دا حیاتي سرچینه د پام وړ کمه شوې او مخ پر کمېدو ده. د اوبو دې بحران د هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او نړیوالو سیاسي او اقتصادي همکاریو هم منفي اغېز کړی دی.

هغه وویل، چې اوبه د انسانانو، څارویو او نباتاتو د بقا لپاره اړینې دي او اسلام په یوه اسلامي ټولنه کې د اوبو د مسوولانه کارونې امر کوي.

برادر وایي، چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د اوبو سرچینو د سمې کارونې او مدیریت د ډاډمن کولو لپاره هڅې کوي؛ یو مثال یې د قوش‌تیپې کانال او د څو بندونو جوړول او بیارغونه ده.

هغه د پوهنتون د استادانو او نورو څانګوالو او متخصصینو د څېړنو او موندنو شریکولو لپاره د ګډون ستاینه هم وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې خپل کار ته دوام ورکړي.

د اوبو د څیړنې نړیوال کنفرانس، چې د لویې جرګې په تالار کې به درې  ورځې روان وي؛ د لوړو زدکړو وزارت او د کابل پولی تخنیک پوهنتون ګډ نوښت دی.

دغه راز د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي ( سرپرست ) وزیر عبداللطیف منصور ویل، چې کابل ته د پنجشیر د اوبو د لېږد پروژې د بیاکتنې او ډیزاین پړاوونه بشپړې شوې دي.

منصور ټینګار کړی؛ د انرژۍ او اوبو وزارت هڅه کوي، چې په کابل کې د اوبو ستونزې له نویو پروژو سره حل کړي.

د اوبو د څېړنې دا نړیوال کنفرانس د لوړو زدکړو وزارت او د کابل پولی تخنیک پوهنتون لخوا رابلل شوی، چې په کې د اوبو د ښه مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو بیا ډکولو، د اوبو صحي کارونې په اړه په کې یو شمېر دولتي چارواکي، د معتبرو بهرنیو پوهنتونونو استادان، د نړیوالو بنسټونو استازي، کورني او نړیوال څېړونکي او د اوبو د مدیریت په برخه کې متخصصین بلل شوي، چې دوی به ۱۳۵ څېړنیزې مقالې وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version