تازه خبرونه

په کابل کې د ایران او افغان پلاويو ترمنځ ګډې خبرې اترې پای ته ورسیدې

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱, ۱۴۰۲

د افغانستان د ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د یکشنبې پر ورځ (د غویی یودېرشمه) د ملي دفاع وزارت او د ایران اسلامي جمهوریت د ګډ پلاوي ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې اترې، چې پرون پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دواړو لوریو پلاويو پر سرحدي ستونزو له خبرو او بحث وروسته؛ د نړیوالو او سرحدي ژمنو پر بنسټ خپل نظریات، وړاندیزونه او پلانونه وړاندې کړل، چې د دواړو ګاونډ هېوادونو د ګټو پر بنسټ به په راتلونکي کې هم پر لازمې همغږۍ ټینګار وکړي.

ملي دفاع وزارت وايي؛ د وسله‌وال پوځ د ستر درستیز مرستیال حاجي مالي خان صدیق پر مشرۍ د دغه وزارت په ګډ پلاوي کې د بهرنیو چارو او کورنیو چارو، استخباراتو، کرنې، سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو د استازیو د ایران اسلامي جمهوریت پر استازیتوب د سفارت د مرستیال سید حسن مرتضوي په ګډون د دغه هیواد د وسله‌والو ځواکونو د دفاع د نړیوالو چارو مرستیال بهرام حسیني مطلق په مشرۍ غونډه وکړه. په دې کتنه کې د سرحدي ځواکونو مرستیال حامد رضا یوسفي دولت آبادي، د وسله‌وال پوځ د سرحدي لوا درستیزوال علي رضا عباسي سمناني او د مل پلاوي غړیو هم حضور درلود.

ایراني پلاوی د شنبې پر ورځ ( د غویی ۳۰ ) کابل ته راغی او د افغانستان د اسلامي امارت د وسله‌وال پوځ د ستر درستیز له مرستیال حاجي مالي خان صدیق سره یې وکتل.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ستر درستيز مرستيال د ايران پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د همکاريو او ښو اړيکو يادونه وکړه او ويې ويل، اسلامي امارت تل له اسلامي جمهوريت سره د ښو اړيکو غوښتونکى دى. ایران په بېلابېلو برخو کې نورو ډېرو همکاریو ته ژمن دی.

ايراني پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې و ارزولې او د اړيکو د پياوړتيا ډاډ يې څرګند کړ.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د سرحدي ستونزو پر حل، د ګډو همکاريو پياوړتيا او د خبرو اترو له لارې د خپلو ستونزو حلولو ټينګار وکړ.

په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، د کرنې او ځمکو وزارت یو شمېر سرحدي مسوولینو هم حضور درلود.

Trending

Exit mobile version