تازه خبرونه
په کابل کې د ایران او افغان پلاويو ترمنځ ګډې خبرې اترې پای ته ورسیدې
د افغانستان د ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د یکشنبې پر ورځ (د غویی یودېرشمه) د ملي دفاع وزارت او د ایران اسلامي جمهوریت د ګډ پلاوي ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې اترې، چې پرون پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دواړو لوریو پلاويو پر سرحدي ستونزو له خبرو او بحث وروسته؛ د نړیوالو او سرحدي ژمنو پر بنسټ خپل نظریات، وړاندیزونه او پلانونه وړاندې کړل، چې د دواړو ګاونډ هېوادونو د ګټو پر بنسټ به په راتلونکي کې هم پر لازمې همغږۍ ټینګار وکړي.
ملي دفاع وزارت وايي؛ د وسلهوال پوځ د ستر درستیز مرستیال حاجي مالي خان صدیق پر مشرۍ د دغه وزارت په ګډ پلاوي کې د بهرنیو چارو او کورنیو چارو، استخباراتو، کرنې، سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو د استازیو د ایران اسلامي جمهوریت پر استازیتوب د سفارت د مرستیال سید حسن مرتضوي په ګډون د دغه هیواد د وسلهوالو ځواکونو د دفاع د نړیوالو چارو مرستیال بهرام حسیني مطلق په مشرۍ غونډه وکړه. په دې کتنه کې د سرحدي ځواکونو مرستیال حامد رضا یوسفي دولت آبادي، د وسلهوال پوځ د سرحدي لوا درستیزوال علي رضا عباسي سمناني او د مل پلاوي غړیو هم حضور درلود.
ایراني پلاوی د شنبې پر ورځ ( د غویی ۳۰ ) کابل ته راغی او د افغانستان د اسلامي امارت د وسلهوال پوځ د ستر درستیز له مرستیال حاجي مالي خان صدیق سره یې وکتل.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ستر درستيز مرستيال د ايران پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د همکاريو او ښو اړيکو يادونه وکړه او ويې ويل، اسلامي امارت تل له اسلامي جمهوريت سره د ښو اړيکو غوښتونکى دى. ایران په بېلابېلو برخو کې نورو ډېرو همکاریو ته ژمن دی.
ايراني پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې و ارزولې او د اړيکو د پياوړتيا ډاډ يې څرګند کړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سرحدي ستونزو پر حل، د ګډو همکاريو پياوړتيا او د خبرو اترو له لارې د خپلو ستونزو حلولو ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، د کرنې او ځمکو وزارت یو شمېر سرحدي مسوولینو هم حضور درلود.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه5 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه5 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ5 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او حوثیانو استازو په عمان کې پټه لیدنه کړې
-
تازه خبرونه4 days agoد قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
-
نړۍ1 day agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
