سوداگري

په کابل کې د برښنا لږوالي له کبله د کارخونو تولیدي کچه راټیټه شوې – خصوصي سکتور

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۸, ۱۴۰۱)

د خصوصي سکتور غړيو ويلي؛ د برښنا د لږوالي له کبله په کابل کې د فابریکو د تولید کچه ۵۰ سلنه راټیټه شوې ده.

یو شمېر صنعتکاران له برښنا شرکت څخه غوښتنه کوي، چې د برښنا د لږوالي له کبله د دوی د ستونزو د اوارولو لپاره لازم او چټکې هڅې تر سره کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو څرګنده کړې، په هېواد کې د برښنا د بیو د لوړېدو له کبله د کورنیو تولیداتو عمومي کچه ۵۰ سلنه راټیټه شوې ده.

د خصوصي سکتور غړي د افغانستان برښنا شرکت څخه غواړي، چې د دوی ستونزې اوارې کړي.

د خصوصي سکتور غړي زیاتوي، چې که دا ستونزه همداسې روانه وي؛ ښايي یو شمېر صنعتکاران خپل فعالیتونه ودروي.

کابل ښاریان هم د برښنا د تقاضا له زیاتوالي اندېښمن دي.

دوی وايي، چې په دې ساړه موسم کې د برښنا نشتوالي دوی ته ګڼې ستونزې را منځته کړي دي.

د خصوصي سکتور غړي وايي، له شاوخوا دوه میاشتو راپدیخوا په کابل ښار کې د برښنا تقاضا ډېره شوې، چې د نورو برخو ترڅنګ یې د کارخونو پر تولید هم منفي اغېز کړی او حکومت ته پکار ده، چې د دې ستونزې حل ته جدي پاملرنه وکړي.

د برښنا شرکت مسوولین د خصوصي سکتور دغه ادعا ردوي او وايي، چې دوی هره ورځ تولیدي کارخونو ته له لس ګړیو ډېره برښنا رسوي.

Trending

Exit mobile version