تازه خبرونه

په کابل کې د برښنا پرچاوي د ازبکستان د وارداتي شبکې د ستونزو له کبله رامنځته شوې – برښنا شرکت

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان برښنا شرکت د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په کابل کې د برښنا د اوږدې او پرلپسې پرچاوۍ علت په ازبکستان کې د وارداتي برښنا شبکې خپله ځانګړې ستونزه ده.

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په ډاګه کړې؛ د ازبکستان چارواکو ویلي، چې د برښنا د شبکو د ستونزو له کبله د تړون له مخې افغانستان ته برښنا نشي رسولی.

هغه زیاته کړې؛ برښنا شرکت هڅه کوي، چې د حرارتي برښنا د فعالولو ترڅنګ د تولیدي برښنا پر وېش هم غور وکړي.

نوموړي ویلي؛ مونږ هڅه کوو، چې د لنډ مهال لپاره دولتي بنسټونه او صنعتکاران له څه نا څه پرچاوې سره مخ او د استوګنې سیمې له ډېرې برښنا برخمن کړو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند له خلکو وغوښتل، چې زغم ولري؛ ځکه، چې ستونزه به ډېر ژر حل شي.

Trending

Exit mobile version