روغتيا
په کابل کې د تلاسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ونمانځل شوه
د عامې روغتیا وزارت له لوري د مې اتمه، چې د تلاسیمیا ناروغۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ په کابل کې ونمانځل وشوه.
د دې وزارت چارواکې وايي، چې دوی په هېواد کې د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دي او هڅه کوي، چې د دې ناروغۍ د تشخیص لپاره نور تشخیصي مرکزونه هم پرانیزي.
د عامې روغتیا وزارت د وینې د ملي بانک رییس ناصرصادق ويلي، چې پهدې ناروغۍ له دولس زره زیاتو اخته کسانو روغتیايي مرکزونو او د وینې بانک ته مراجعه کړې او دغو ناروغانو ته له تېر یوه کال راهیسې ۹۶ زره سي سي وینه ورکړ شوې ده.
د وینې د ملي بانک مشر ناصر صادق وايي: په تېر کال کې د وینې مرکزي بانک ته ۱۲۱۱۳ کسکان د تلاسیمیا ناروغان راغلي او له مونږ سره ثبت شوي دي.
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي هم په دې ناسته کې ویلي، چې غواړي د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې یو مرکز جوړ کړي، چې د تلاسیمیا د درملنې څانګه هم په کې وي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس احمد سیر پاڅون ویلي، چې دغه ناروغي تر ډېره میراثي بڼه لري.
نوموړي زیاته کړې تلاسیمیا یوه میراثي ناروغي ده، چې له مور او پلار څخه ماشومانو ته انتقالیږي.
دوی ویلي؛ هڅه کوي، چې د دې ناروغۍ د تشخیص په موخه په ټول هېواد کې د تشخیصي مرکزونو شمېر زیات کړي.
پر تلاسیمیا ناروغۍ یو شمېر اخته ناروغان وايي، چې له څو کلونو راپدیخوا له دې ناروغۍ سره مخ دي او سختې ستونزې یې ګاللې دي.
د تلاسیمیا ناروغۍ له نړیوالې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کېږي، چې ډېر کم خلک د دې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی لري او د نړۍ له نفوسو یو اعشاریه پېنځه سلنه یې پهدې ناروغۍ اخته دي.
د یادونې ده، چې پهدې ناروغۍ اخته کسان د وینې اخیستلو ته اړتیا لري؛ خو د زیاتې وینې د اخیستو له کبله په بدن کې د اوسپنې د زیاتوالي له ستونزې سره هم مخ کېږي.
روغتيا
قلندرعباد له آذربایجان څخه د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په اړه د مرستې غوښتنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د هېواد د روغتیايي سکتور د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې له آذربایجان څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
قلندر عباد دغه غوښتنه په کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، د افغان روغتیايي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د آذربایجان سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپله مرسته او همکاري روانه وساتي.
د يو بل خبر له مخې؛ د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د اکسيجن د توليد د څانګې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه څانګه به د روغتیا نړیوالې ټولنې پر مالي او تخنیکي همکارۍ جوړه شي او په یوه ورځ کې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د ډکولو پر وړتیا سربېره به دغه روغتون ته د اکسيجن د رسولو تر څنګ د روغتیا وزارت نورو روغتونونو ته هم اړین اکسیجن چمتو کړي.
روغتيا
قلندر عباد د روغتیایي سکټور ملاتړکوونکیو بنسټونو ته د افغانانو اړتیاوې وړاندې کړې
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد د پنجشنبې پر ورځ ( د کب لسمه ) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روغتیایي سکټور د ملاتړو بنسټونو په غونډه کې ګډون وکړ او د افغانانو پر روغتیایي اړتیاوو یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې قلندرعباد د روغتیايي سیسټم د اصلاح، ګډې څارنې، روغتیايي ځانبسیاینې، د کلیو او ولسوالیو پر کچه د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو او هر اړخیزو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په روغتیایي برخه کې له نړیوالو همکارانو وغوښتل، چې د اداري لګښتونو د کمولو او د مرستو په سمو او ډاډمنو رسولو کې ډېرې هڅې وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که د ډېرو اداري لګښتونو مخه ونیول شي، د روغتیايي خدمتونو د لګښتونو پر برخه به مثبت اغېز ولري.
همدارنګه عباد ټینګار کړی، چې د هېواد د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدا به د روغتیایي سکټور په ځانګړي توګه د میندو او ماشومانو لپاره ګټوره وي.
د قلندر عباد د څرګندونو له مخې؛ دا د افغانستان د روغتيايي سيسټم د خپلواکۍ، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او معياري کولو لپاره يو ستر او مثبت ګام دى، چې بايد نړيواله ټولنه يې ومني.
روغتيا
د ګوزڼ واکسيناسيون فرعي کمپاين پيل شو
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ نن (دوشنبه د کب اوومه / د فبرورۍ شپږویشتمه ) د ګوزڼ یا پولیو واکسین د پلي کېدا د فرعي کمپاین دوهیم پړاو پیل کړ.
د پولیو واکسین دغه څلور ورځنی کمپاین به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پلی شي.
د دغه کمپاین موخه له پېنځه کلنو څخه کم عمره اووه اعشاریه شپږ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ویروس پر وړاندې واکسین پلی کیږي.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد ویلي: مونږ د خپلو کاري شریکانو پر همکارۍ په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو ته ژمن یوو. مونږ شپه او ورځ کار کوو او په ټول هېواد کې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو هدف ته د رسېدو لپاره د پولیو واکسین کمپاینونو او روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکوو.
هغه زیاته کړې: د ګوزڼ د له منځه وړلو په چارو کې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د سپینږیرو، د سیمې د مشرانو او دیني عالمانو ملاتړ مهم دی. دا د دوی لپاره اړینه ده، چې د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه کې برخه واخلي او خپل ماشومان روغ وساتي.
ګوزڼ يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه يې نهکېږي او يوازې د واکسيناسيون په واسطه وقایه او مخه یې نيول کېدی شي.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی5 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
سیمه ییز خبرونه19 hours ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
تازه خبرونه18 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
لوبی16 hours ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل