تازه خبرونه

په کابل کې د تېرې شپې په موټر بم برید کې ۷ کسان ټپیان شوي – کورنیو چارو وزارت

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱, ۱۴۰۰)

کورنیو چارو وزارت نن (چارشنبه د غویی لومړۍ) ومنله، چې په کابل کې د ترې شپې په چاودنه کې اووه کسان ټپیان شوي دي.

تېره شپه ۹:۵۰ د کابل ښار د ۱۵ ناحیې د شهید څلور لاري په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

یو شمېر سرچینو ویلي؛ د ملي امنیت ریاست پر موټرو موټر بم برید شوی، چې په کې د دوه ملکي وګړیو په ګډون پېنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

کابل پولیسو ویلي، چې دې چاودنې دوه موټر تخریب کړي، پلورنځیو او کورونو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د چاودنې غږ د کابل په ډېرو برخو کې اورېدل شوی دی.

عیني شاهدان هم ويلي، چې په چاودنه کې د سیمې پلورنځیو او یو شمېر موټرو ته هم زیان رسېدلی دی.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه هیچا ندی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې، د اشرف غني په مشرۍ د وسلوال پوځ د اعلی سرقومندانۍ ناسته د هېواد پر امنیتي وضعیت راڅرخېدلې او په کې امنیتي او دفاعي بنسټونه د ولسمشر له لارښوونو برخمن شول.

Trending

Exit mobile version