تازه خبرونه
په کابل کې د حقاني شبکې یو غړی او یو هم د نښلیدونکیو ماینونو آسانتیا برابرونکی نیول شوي
په کابل کې د ملي امنیت ریاست ځواکونو د حقاني شبکې د “عبید کاروان” د ډلې غړی مطیع الله نیولی دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن( د لیندۍ ۱۵) د شپږ نیمو بجو په سهارنۍ ناسته کې ویلي، چې مطیع الله له خپلو اووه کسانو سره په کابل ښار کې نیول شوی دی.
امرالله صالح زیاته کړې، چې د مطیع الله عکسونه په کابل کې خپاره شوي ول او د هغه د خلکو د همکارۍ له مخې ونیول شو.
دغه راز نوموړي څرګنده کړې، چې یو کس رحمت الله نومی د حبیب الله زوی، چې په کابل کې یې د نښلیدونکیو ماینونو د چاودنو لپاره آسانتیاوې برابرولې هم نیول شوی دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال په ډاګه کړې؛ رحمت الله یو عرفان الله نومی ماشوم د بټیاري د مزدور په نوم د ورځې پر ۲۰۰ کرایه کړی و او هره ورځ یې پرې جنسي تېری کاوه او هم یې د نښلیدونکیو ماینونو د لیږدولو لپاره کاراوه.
امرالله صالح ویلي: د عرفان الله نومي له کورنۍ سره اړیکې ونیول شوی؛ پلار یې دفتر ته راغوښتل شوی و. د دغه جنایت په اړه به بشپړ جزئیات ډېر ژر رسنیو ته وړاندې شي.