تازه خبرونه
په کابل کې د حقاني شبکې ۲۱ کسیزه ډله نیول شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په کابل کې د ملي امنیت ریاست کارکوونکیو د حقاني شبکې یوه یویشت کسیزه ډله نیولې، چې غوښتل یې د مرکز په پېنځلس بېلابېلو برخو کې ځانمرگي بریدونه تر سره کړي.
ملي امنیت ریاست پخپله خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاگه کړې؛ دې ډلې په ۱۵ سیمو کې د برید نیت درلود، چې درې بریدونه یې د شاه شهید ، مکروریانو او هوایي ډگر په سیمو کي تر سره شوي دي.
سربېره پر دې دې دلې غوښتل، چې پر ارگ او امریکا سفارت هم خپل بریدونه ترسره کړي دي.