تازه خبرونه

په کابل کې د داعشیانو پر پټنځي عملیات ترسره شول

Published

on

(Last Updated On: کب ۸, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت ویاند په ډاګه کړې؛ د کابل د خيرخانې اړوند په شهرک ذاکرين سیمه کې تېره شپه د داعشیانو پر يوه پټنځي بریالي عملیات ترسره شوي؛ دوه داعشيان ووژل شول او یو بل ژوندی نيول شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ په دې عملیاتو کې دوه میله کلاشینکوفونه، يو واسکت او په زياته اندازه مهمات او تجهیزات تر لاسه شوي دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ د داعشیانو دې ګروپ د تخریبي کړنو پلان درلود، چې کشف او له منځه یوړل شول. په دې عملیاتو کې حکومتي سرتېرو ته زیان ندی اوښتی.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته داعش په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د څو بریدونو مسوولیت منلی دی.

دغه راز د ملي امنیت لوی ریاست ويلي؛ د کابل ښار په ۱۷ ناحیه کې د انسان تښتوونکیو پر یوه مرکز په ځانګړیو عملیاتو کې د دې ادارې مامورینو یو تن د سړي تښتوونکیو له منګولو آزاد کړی دی.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: عین الدین نومی، چې درې میاشتې وړاندې تښتول شوی و او د هغه د خلاصون په بدل کې یې له کورنۍ څخه یو میلیون دالر غوښتل؛ وژغورل شو او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

ویل کیږي، چې په دې عملیاتو کې ۳ انسان تښتوونکي وژل شوي او یو بل نیول شوی دی.

Trending

Exit mobile version