تازه خبرونه

په کابل کې د داعش پر پټنځي د ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۶ وسلوال وژل شوي

Published

on

د اسلامي امارت ځانګړیو ځواکونو د جمعې پر ورځ په کابل کې د داعش پر پټنځي برید کړی؛ شپږ وسلوال یې وژلي او یوشمېر وسلې او مهمات تر لاسه شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړی، چې تېره شپه د کابل ښار د اتمې ناحیې په اړوند سیمه کې د داعشیانو پر يوه پټنځي له کشف وروسته عملیات شوي.

ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې تېره ورځ ماښام مهال د کابل په ختیځ کې د اسلامي امارت ځانګړیو ځواکونو د داعش دوه کسان ونیول او بیا یې د کشفي عملیاتو له مخې د دې ډلې پر پټنځي عملیات وکړل. په دې عملیاتو که د داعش ۶ کسان ووژل شول؛ وسلې، مهمات او یوه کرولا ترې پاتې شول.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ وژل شوي داعشیان هغه مجرمان ول، چې د کابل د وزیر اکبرخان جومات تر څېرمه، د برچې د اړوند سیمې د کاج ښوونیز مرکز او نورو ملکي سیمو په بریدونو کې یې لاس درلود.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي دی.

Trending

Exit mobile version