Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې د داعش پر پټنځي د ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۶ وسلوال وژل شوي

خپور شوی

د

د اسلامي امارت ځانګړیو ځواکونو د جمعې پر ورځ په کابل کې د داعش پر پټنځي برید کړی؛ شپږ وسلوال یې وژلي او یوشمېر وسلې او مهمات تر لاسه شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړی، چې تېره شپه د کابل ښار د اتمې ناحیې په اړوند سیمه کې د داعشیانو پر يوه پټنځي له کشف وروسته عملیات شوي.

ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې تېره ورځ ماښام مهال د کابل په ختیځ کې د اسلامي امارت ځانګړیو ځواکونو د داعش دوه کسان ونیول او بیا یې د کشفي عملیاتو له مخې د دې ډلې پر پټنځي عملیات وکړل. په دې عملیاتو که د داعش ۶ کسان ووژل شول؛ وسلې، مهمات او یوه کرولا ترې پاتې شول.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ وژل شوي داعشیان هغه مجرمان ول، چې د کابل د وزیر اکبرخان جومات تر څېرمه، د برچې د اړوند سیمې د کاج ښوونیز مرکز او نورو ملکي سیمو په بریدونو کې یې لاس درلود.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي دی.

تازه خبرونه

د افغانستان او ایران ستازو د اړیکو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دغه لیدنه د «مسکو فارمټ» د اتمې غونډې په څنډه کې شوې ده.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران بهرنیو چارو وزارت له استازي محمد رضا بهرامي ترمنځ د افغانستان او ایران د اړیکو، سیمه‌ییزو بدلونونو او د متقابلې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دغه لیدنه د «مسکو فارمټ» د اتمې غونډې په څنډه کې شوې ده.

په دې لیدنه کې امیر خان متقي د افغانستان په اړه د ایران له تعامل او په سیمه‌ییزو ناستو کې د دغه هېواد رغنده ونډه وستایله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

محمد رضا بهرامي هم د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او د ګډو سیمه‌ییزو همکاریو، ثبات او اقتصادي تعامل په اړه یې د خپل هېواد لیدلوری شریک کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بریټانیا ځانګړي ځواکونه د « درانده جرمونو» پر تور له قضايي څېړنې سره مخ کېدی شي

په محکمه کې د وړاندې شویو څرګندونو له مخې؛ د دغو ادعاوو په اړه څېړنې تر هغې ځنډول شوې دي، چې د «افغانستان د څېړنې» پر نوم د پراخو څېړنو پایلې څرګندې شي.

Published

on

 

د بریټانیا دفاع وزارت داسې اسناد موندلي، چې ښيي د دغه هېواد پوځي ځواکونه ښايي په افغانستان کې پر «دراندو جرمونو»؛ لکه وژنو او د سختو بدني زیانونو تورن شي. دا موضوع په لندن کې د بریټانیا په عالي محکمه کې وړاندې شوې ده.

په محکمه کې د وړاندې شویو څرګندونو له مخې؛ د دغو ادعاوو په اړه څېړنې تر هغې ځنډول شوې دي، چې د «افغانستان د څېړنې» پر نوم د پراخو څېړنو پایلې څرګندې شي.

په دغو څېړنو کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳زېږدیزو کلونو ترمنځ د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د افغانانو د ناقانونه وژنو ادعاوې او له هغې وروسته د دغو پېښو د پټولو ادعاوې څېړل کیږي.

دغه قضیه د بریټانیا د شاهي پوځي پولیسو له‌خوا د ترسره شویو څېړنو د ناکافي‌والي ادعاوې هم څېړي.

د محکمې وروستۍ غونډه د یوه لوړپوړي بریټانوي سرتېري له قضیې سره تړاو لري، چې د «IIA126 شاهد» په مستعار نوم پېژندل کیږي. نوموړي د څېړنیزې کمیټې له هغې پرېکړې سره مخالفت کړی، چې ده او د ده وکیلانو ته یې ځینو شواهدو ته لاسرسی محدود کړی دی.

د دغه سرتېري مشر وکیل کیټ ګرینج استدلال کړی، چې دغه محدودیتونه د هغه موکل ته د هغو شواهدو د کتلو مخه نیسي، چې د یوه کس د سر پر ډزو د ویشتلو له ادعا سره تړاو لري. د ادعا له مخې، دغه کس ښايي د ډزو پر مهال ویده و او پېښه د یوه «قصدي نیولو عملیات» پر مهال شوې ده.

د څېړنې کمیټې له دې حقوقي غوښتنې سره مخالفت کړی او څرګندوي، چې دغه محدودیتونه د هغو شاهدانو د هویت خوندي کولو لپاره اړین دي، چې شواهد یې ډېر حساس بلل کیږي.

د څېړنې کمیټې وکیل جاناټان ګلاسون محکمې ته ویلي: د داسې اسنادو موندل، چې د دراندو جرمونو د احتمالي ترسره کېدا نغوته کوي؛ دا معنا نه لري، چې حتماً به کوم مشخص کس له جنایي تور سره مخ شي.

د دغو ادعاوو په اړه څېړنې روانې دي او تمه ده، چې محکمه به د وروستۍ حقوقي دعوې په اړه خپله لیکلې پرېکړه په بل وخت کې صادره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی

ټاکل شوې، نوموړی د وچې په منځ کې د پرتو هېوادونو، خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا موخو د تخنیکي نړیوال فورم په غونډه کې ګډون وکړي، چې د اوکټوبر له اوومې څخه تر اتمې به جوړه شي.

Published

on

د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې وزارت پر بلنه تاشکند ته تللی دی.

ټاکل شوې، نوموړی د وچې په منځ کې د پرتو هېوادونو، خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا موخو د تخنیکي نړیوال فورم په غونډه کې ګډون وکړي، چې د اوکټوبر له اوومې څخه تر اتمې به جوړه شي.

د افغانستان د کرنې وزارت ویلي، د دې سفر پر مهال به له ازبکستان سره د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا هم خبرې وشي.

همداراز، افغان پلاوی به د ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو او استازو سره د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ پراختیا، صادراتو، د پانګونې راجلبولو او د مسلکي پوهې او تجربو د لېږد په اړه هم خبرې وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!