تازه خبرونه

په کابل کې د دیني عالمانو او مخورینو لویه غونډه تر سره شوه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۸, ۱۴۰۲)

د چارشنبې پر ورځ ( د وږي ۸) د لویې جرګې په تالار کې د کابل ولایت دیني عالمانو او مخورینو د اسلامي امارت د لوړ پوړیو چارواکو پر ګډون له اسلامي نظامه د ملاتړ لویه غونډه جوړه شوه.

په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي د اسلامي امارت مخالفانو ته وويل، چې له تېر تاریخه دې عبرت واخلي؛ ځکه د ده د څرګندونو له مخې د هېواد له دښمنانو سره يوځاى کېدل او له هغوى څخه مرسته غوښتل د هيچا پر ګټه نه‌ دي.

امیر خان متقي ویلي: مونږ باید له تاریخ څخه زده‌کړو، چې بهرنیان زمونږ وطن نه جوړوي، اشغالګر زموږ وطن نه جوړوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: د ریاست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي نن په کابل کې د دیني عالمانو او مخورینو په یوه لویه غونډه کې ویلي: د دولت له ٧٠ سلنې ډېره بودجه او لګښتونه د بهرنيانو له‌خوا ورکول کېدل. (الحمدلله) د افغانستان اسلامي امارت لخوا د اشغال له پای ته رسیدو وروسته ټول دولتي ارګانونه له سره منظم شول. د ادارو تشکیلات دومره خراب ول، چې د اړتیا له کبله نه، بلکې د شخصي ګټو یا ګوندي ګټو په خاطر جوړه شوي وه.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست، چې په دې غونډه کې یې هم ګډون کړی و، ویلي: که رښتیا فکر وکړو افغانستان ۴۳ کاله یا نیمه پېړۍ په بحراني او جهادي حالاتو کې تېر کړل. مونږ اوس په دې فکر کې یوو، چې په یوه ورځ کې اختر ونمانځو. اختر په یوه ورځ کې نمانځل کېدی نه‌شي… د جګړې او جهاد کار اسانه و؛ غمونه ورسره تړلي وي؛ خو ابادي ډېر زغم او لوی تعامل ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته په هېواد کې تاوتریخوالی کم شوی او په ټول افغانستان کې یوه رهبري ده. سراج الدین حقاني د شته نظام د بقا لپاره د یووالي ټینګښت مهم وباله.

د کابل ولایت د علماوو شورا رییس دین محمد هم ویلي: زه له تاسې څخه یو عهد اخلم، چې له خپلو مشرانو سره مخلص شوو او که څوک د هغوی پر وړاندې بغاوت وکړي، ایا مونږ ټول یې مقابلې ته چمتو یوو که نه؟ مونږ به له دغه نظامه پر ځان او مال دفاع کوو.

د کابل ښار د دولسمې ناحیې د علماوو د سرتاسري شورا رئیس سلطان احمد عادل څرګنده کړه: علمای کرام او مخورین له اسلامي امارته غواړي، چې د اسلامي شریعت، خپلواکۍ، د افغانستان وقار او ملي ګټو له په نظر کې نیولو سره د اوسني عصر غوښتنو ته پر کتو له نړۍ سره لازم تعامل تر سره او له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان له واکمن نظام سره مسوولانه چلند وکړي او د حقايقو په پام کې له نيولو سره د افغانستان له واکمن نظام سره تعامل وکړي.

په دې غونډه کې د کابل ولایت علماوو شورا یو ۱۲ ماده‌ییز پرېکړه لیک وړاندې کړ او له اسلامي نظام څخه یې د خلکو ملاتړ اړین وباله او له اسلامي امارته یې وغوښتل، چې د ملي او اسلامي ګټو په چوکاټ کې له نړیوالو سره تعامل وکړي.

Trending

Exit mobile version