تازه خبرونه

په کابل کې د زړه نړیواله ورځ ونمانځل شوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۸, ۱۴۰۱)

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د زړه د نړیوالې ورځې په مناسبت څرګنده کړې؛ په کمزوري اقتصاد لرونکیو هېوادونو کې ۷۵ سلنه مړینې د زړه د ناروغیو له کبله دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له بهرنیو مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د زړه د ناروغیو د درملنې په برخه کې دې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال حبیب الله آخوندزاده ويلي، په کمزورو اقتصاد لرونکیو هېوادونو کې ۷۵ سلنه مړینې د زړه د ناروغیو له امله رامنځ ته کیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د زړه د ناروغیو د مخنیوي لپاره به د پوهاوي کچه لوړه کړو.

د عامې روغتيا وزارت له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي، چې له افغانستان سره د زړه ناروغیو په تشخیص او درملنه کې مرسته او همکاري وکړي.

یو شمېر داکتټران وايي، که د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي سکتور ملاتړ وکړي او امکانات ورته برابر کړي؛ دوی د دې توان لري، چې په کور د ننه د زړه د ناروغیو درملنه او پيچلي عملیات تر سره کړي.

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د وقایې او څارنې عمومي رییس حیدر خان حیدر وایي: که په دې برخه کې زياتو وسايلو او ظرفيتونو ته لاسرسى ولري؛ کولى شي په هېواد کې د زړه د ناروغيو درملنه وکړي.

په افغانستان کې د زړه، سرطان او دماغي ناروغیو د درملنې د ټیټې کچې له کبله هر کال زرګونه افغانان بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او هند ته ځي.

Trending

Exit mobile version