تازه خبرونه
په کابل کې د سترګو د پردې د عملیاتو پېنځه ورځنی وړیا پروګرام پیل شو
د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شهاب الدین دلاور دا نوښت اړمنو خلکو ته یو ارزښتناک ګام وباله او څرګندوي، چې د دې پروګرام په چوکاټ کې به له ۴۰۰ ناروغانو سره د کتنې، درملنې، جراحۍ او طبي عینکو مرسته وړاندې شي.
د البصر نړیوال خیریه بنسټ د افغاني سرې میاشتې پر همکارۍ او د ملک سلمان خیریه مرکز پر مالي ملاتړ د کابل سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د سترګو د پردې د ناروغانو د جراحۍ او درملنې پېنځه ورځنی وړیا پروګرام پیل کړ.
د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شهاب الدین دلاور دا نوښت اړمنو خلکو ته یو ارزښتناک ګام وباله او څرګندوي، چې د دې پروګرام په چوکاټ کې به له ۴۰۰ ناروغانو سره د کتنې، درملنې، جراحۍ او طبي عینکو مرسته وړاندې شي.
هغه زیاته کړې، چې ډېر ژر به په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې هم ۴۰۰ نور ناروغان له دې مرستې برخمن شي.
هغه په نږدې راتلونکي کې د سوریو زړونو د ناروغانو د درملنې لپاره د یوه بشپړ مجهز روغتون له جوړولو هم خبر ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې روغتیايي مرستې به ټول هېواد ته وغخیږي.
د البصر بنسټ استازي رضوان احمد بلوچ هم ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا دغه بنسټ د افغاني سرې میاشتې پر مرسته او د پاچا سلمان خیریه مرکز پر ملاتړ په افغانستان کې د سترګو ناروغانو د درملنې په برخه کې کار کوي او غواړي، چې دا مرستې نورې هم پراخې شي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مکخې؛ لسګونه زره افغانان د مخنیوي وړ ړوندوالي سره مخ دي، چې ښځې، زاړه او کلیوالي نفوس په غیر متناسب ډول ترې اغېزمن شوی دی. د دې کمپاین په څېر نوښتونه نه یوازې لید بیرته راولي، بلکې خپلواکي او معیشت هم بېرته راګرځوي او ناروغانو ته فرصت ورکوي، چې ورځني فعالیتونه بیا پیل او پخپلو کورنیو بار راکم کړي.