تازه خبرونه

په کابل کې د سخي په مزارجنډه پورته شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 په کابل کې د سخي په زیارت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې جنډه پورته شوه. دغو مراسمو ته راغلو کسانو په جګړه کې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او سولې ته سره کیني.

په کابل کې د نوی کال مراسم د خلکو له هیلو سره مل وو. زرګونه کابل ښاریان د سخي زیارت ته راغلي وو او د جنډې په پورته کولو یې نوي کال ته ښه راغلاست ووایه.

ځينې له خپلو کورنیو سره او ځينې نور بیا له خپلو دوستانو او ملګرو سره راغلي ووترڅو لږ تر لږه د جګړې ترخې خاطرې له یاده وباسي او د خوښۍ په فضا کې له دوستانو سره یو ځای د جګړې په ښکېلو غاړو غږ وکړي چې خلک له جګړې سخت ستړي دي.

یو دیني عالم هم په وسله والو طالبانو غږ وکړچې د یوه مسلمان جګړه د بل مسلمان په وړاندې ناروا ده.

نوروز د کلونو کلونو راهیسې په افغانستان کې په بېلا بېلو مراسمو نمانځل کېږي.

Trending

Exit mobile version