تازه خبرونه
په کابل کې د سړک غاړې په چاودنه د ملي اردو ۴ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د افغانستان دفاع وزارت په ډاگه کړې، چې د کابل په جنوب کې د سړک غاړې په چاودنه د ملي اردو ۴ سرتېري وژل شوي او ۴ نور یې ټپیان دي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د چاودنې له سیمې څه نه دي ویل شوي.
د خبر پاڼې له مخې: دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوې، چې د ملي اردو سرتېري په یو موټر کې پر امنیتي گزمه اخته ول.
تر دې دمه د دې چاودنې پړه چا نه ده منلې؛ خو دفاع وزارت وایي، چې دا چاودنه د وسلوالو مخالفینو کار دی او دا یې په سختو ټکو کې غندلې ده.
دې وزارت وسلوال مخالفین گواښلي او وایي، چې د مخالفینو دا کړنې به د ملي اردو روحیه اغېزمنه نه کړي او په بشپړ ډاډ يې په وړاندې مبارزه کوي.
