Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې د سړک غاړې په چاودنه د ملي اردو ۴ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

vlcsnap-2014-07-05-10h58m09s155

د افغانستان دفاع وزارت په ډاگه کړې، چې د کابل په جنوب کې د سړک غاړې په چاودنه د ملي اردو ۴ سرتېري وژل شوي او ۴ نور یې ټپیان دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د چاودنې له سیمې څه نه دي ویل شوي.

د خبر پاڼې له مخې: دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوې، چې د ملي اردو سرتېري په یو موټر کې پر امنیتي گزمه اخته ول.

تر دې دمه د دې چاودنې پړه چا نه ده منلې؛ خو دفاع وزارت وایي، چې دا چاودنه د وسلوالو مخالفینو کار دی او دا یې په سختو ټکو کې غندلې ده.

دې وزارت وسلوال مخالفین گواښلي او وایي، چې د مخالفینو دا کړنې به د ملي اردو روحیه اغېزمنه نه کړي او په بشپړ ډاډ يې په وړاندې مبارزه کوي.

Advertisement

تازه خبرونه

هند د افغانستان پر وړاندې د سیالیو لپاره د خپلو لوبغاړو بشپړ نوملړ اعلان کړ

د هند کرکټ بورډ د اعلان له مخې؛ شبمن ګېل د ټسټ لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی او کې‌ال راهول به یې مرستیال وي. دغه راز په یوورځنۍ لوبډله کې هم شبمن ګېل د لوبډلمشرۍ مسوولیت پر غاړه لري او شریاس آیر د لوبډلمشر مرستیال ټاکل شوی دی.

Published

on

د هند کرکټ بورډ د سې‌شنبې پر ورځ د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو سیالیو لپاره د خپل هېواد د ټسټ او یوورځنیو لوبډلو د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې ټاکل شوې دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ ز.کال په جون کې ترسره شي.

د هند کرکټ بورډ د اعلان له مخې؛ شبمن ګېل د ټسټ لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی او کې‌ال راهول به یې مرستیال وي. دغه راز په یوورځنۍ لوبډله کې هم شبمن ګېل د لوبډلمشرۍ مسوولیت پر غاړه لري او شریاس آیر د لوبډلمشر مرستیال ټاکل شوی دی.

د لوبغاړو د نوملړ له اعلان مخکې د جسپریټ بومرا، ریشب پنټ او د ۲۰۲۶ ز.کال د هند په غوره لیګ کې د ځوانو لوبغاړو له ځلېدو وروسته د هغوی پر شاملېدو پراخ بحثونه روان ول.

راپورونه ښيي، چې د لوبغاړو د غوراوي کمیټې مشر اجیټ اګارکر او د هند کرکټ بورډ منشي ډیوا‌جیټ سایکیا دغه سیالۍ د راتلونکو مهمو سیالیو؛ په ځانګړي توګه د ۲۰۲۷ ز.کال یوورځني نړیوال جام لپاره د هند د چمتووالي برخه ګڼي.

سره له دې، چې د افغانستان پر وړاندې ټسټ لوبه د ټسټ نړیوالې اتلولۍ امتیازونه نه‌لري؛ خو هند پرېکړه کړې، چې له پیاوړې لوبډلې سره میدان ته ودانګي او لوبغاړي یې د ټسټ سیالیو له سخت پړاو وړاندې ډېر نور چمتووالی ترلاسه کړي.

په یوورځنیو سیالیو کې هم د هند کرکټ مسوولان هڅه کوي، چې د روهیټ شرما او ویراټ کوهلي په څېر تجربه‌لرونکو لوبغاړو ترڅنګ نوې څېرې هم د راتلونکي لپاره چمتو کړي.

د افغانستان پر وړاندې د هند ټسټ لوبډلې په نوملړ کې د شبمن ګېل، یاشاسوي جیسوال، کې‌ال راهول، سای سوډرشن، ریشب پنټ، ډیوډت پډیکال، نیټیش کمار رېډي، واشنګټن سنډر، کولډیپ یاډاو، محمد سراج، پراسیډ کرشنا، ماناو سوټار، هرپریټ برار او دروو جورل نومونه راغلي دي.

دغه راز د هند د یوورځنۍ لوبډلې په نوملړ کې د شبمن ګېل، شریاس ایر، روهیټ شرما، ویراټ کوهلي، کې‌ال راهول، ایشان کیشان، هارډیک پانډیا، نیټیش کمار رېډي، واشنګټن سنډر، هرش ډوبي، کولډیپ یاډاو، ارشډیپ سنګهـ، پراسیډ کرشنا، پرنس یاډاو او ګورنور برار نومونه راغلي دي.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې، د افغانستان او هند ترمنځ ټسټ لوبه به د جون له شپږمې څخه تر لسمې پورې د مولان‌پور ښار په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

همداراز لومړۍ یوورځنۍ لوبه به د جون پر څوارلسمه په دارمشالا، دوه‌یمه لوبه به د جون پر اووه‌لسمه په لکنهو او درېیمه لوبه به د جون پر شلمه په چنای ښار کې ترسره شي.

د هند کرکټ مسوولانو ویلي، چې دغه سیالۍ د راتلونکو مهمو رقابتونو لپاره د لوبډلې د چمتووالي او په ټسټ او یوورځنیو دواړو برخو کې د لوبډلو بیارغونه رانغاړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې د کلتوري میراث د ساتنې او عصري کولو لپاره د همکارۍ اعلان وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق‌الله عزېزي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بشري چارو له مرستیال خلیل‌ابراهیم اوکور سره لیدلي او د همکاریو پر پراخولو یې خبرې کړې دي.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان د فرهنګي او تاریخي بنسټونو د ساتنې، بیارغونې او عصري کولو لپاره به خپلې عملي همکارۍ پراخې کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق‌الله عزېزي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بشري چارو له مرستیال خلیل‌ابراهیم اوکور سره لیدلي او د همکاریو پر پراخولو یې خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د تاریخي آثارو د ساتنې، د لرغونو آثارو د درې‌بعدي ډیجیټلي ثبت، د تاریخي سیمو د بیارغونې او د هېواد د فرهنګي بنسټونو د عصري کولو په اړه خبرې او اندونه وړاندې کړې دي.

دغه راز عتیق‌الله عزېزي د افغانستان تاریخي او فرهنګي ارزښت ته نغوته(اشاره) کړې او څرګندوي؛ د هېواد فرهنګي میراث نه یوازې د افغانستان د ملي هویت برخه ده، بلکې له د اسلامي نړۍ مهم تاریخي او دیني ګډ ارزښت هم دی.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان ارزښتمن لرغوني آثار، تاریخي ودانۍ، خطي نسخې او فرهنګي سیمې لري، چې ساتنه یې د اسلامي هېوادونو ګډ مسوولیت ګڼل کېږي.

د فرهنګ او هنر مرستیال له اسلامي همکاریو ټولنې وغوښتل، چې د عامه کتابتونونو، ملي آرشیف، ملي موزیم او هنرستان ریاست د پیاوړتیا او عصري کولو په برخه کې هم ځانګړې پاملرنه او همکاري وکړي.

خلیل ابراهیم اوکور د فرهنګي میراث د ساتنې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي؛ د اسلامي همکاریو ټولنه به هڅه وکړي، چې د ګډو پروګرامونو له لارې د افغانستان د تاریخي آثارو د ساتنې، بیارغونې، ډیجیټلي ثبت او نړیوالې پېژندنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

نوموړي ډاډ څرګند کړ؛ په بهرنیو هېوادونو کې به د افغان څانګه‌والو(متخصصانو) د ګډون لپاره د روزنیزو او علمي پروګرامونو زمینه هم برابره شي، چې د هغوی تخنیکي وړتیاوې او مهارتونه نور هم پیاوړي شي.

هغه ویلي؛ د اسلامي همکاریو ټولنه هڅه کوي، چې د افغانستان فرهنګي اړیکې له اسلامي هېوادونو او نړیوالو فرهنګي بنسټونو سره پراخې کړي او د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراث د ساتنې لپاره نور ګډ پروګرامونه هم پیل کړي.

د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو په فرهنګي او تاریخي برخو کې د افغان څانګه‌والو د وړتیا لوړونې په اړه هم خبرې وکړې.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان د اړیکو پیاوړتیا او د ښځو ګډون مهم دی – د بریټانیا استازی

لیندسي په ایکس‌پاڼه کې دا لیدنه «ګټوره او ارزښتناکه» بللې او څرګندوي، چې دواړو خواوو د کابل او اسلام‌آباد د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګامونو د پورته کولو پر ارزښت بحث کړی دی.

Published

on

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي ویلي، چې په دوحه کې له سهيل شاهين سره د لیدنې پر مهال مو د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه‌کولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

لیندسي په ایکس‌پاڼه کې دا لیدنه «ګټوره او ارزښتناکه» بللې او څرګندوي، چې دواړو خواوو د کابل او اسلام‌آباد د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګامونو د پورته کولو پر ارزښت بحث کړی دی.

دغه راز هغه په ټولنه کې د افغان ښځو او نجونو د ګډون او مشارکت پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې سیمه‌‌ییزې او نړيوالې ډیپلوماټیکې هڅې د افغانستان په اړه روانې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!