تازه خبرونه

په کابل کې د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستو راټولولو کنفرانس جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۰, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستې په موخه نړیواله غونډه جوړه شوه.

د بهرنیو چارو وزارت وزیر وايي؛ افغانستان د طبیعي پېښو له قربانیانو سره کافي امکانات نلري. له اړمنو سره د مرستې لپاره ۳۲۲ میلیون دالرو ته اړتیا ده.

نوموړي څرګنده کړې؛ په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو انساني او مالي زیانونه ډېر دي او زیانمن شوي کسان تر بل هر وخت د هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د وروستیو طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستې توان نلري او له نړۍ څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.

مقتي په دې غونډه کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدو غوښتنه وکړه او ترڅنګ یې د پانګونې پر جلبولو هم ټینګار وکړ.

له کړکېچ څخه د افغانستان د وتلو لپاره د پراختیايي مرستو بیا پیلول د دې غونډې یوه بله غوښتنه ده.

د اسلامي امارت یو شمېر چارواکي وايي، بشري مرستې کافي ندي او دا مرستې باید له سیاسي مسئلو اغېزمنې نشي.

په دې غونډه کې د خپاره شوي راپور پر بنسټ، د افغانستان دولتي ادارې د سړکونو د جوړولو، د اوبو رسولو د پروژو، د دایمي او موقتي سرپناه، د کورونو د بیارغونې، د برښنا رسولو پروژې، د کروندګرو لپاره د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د میوه لرونکیو او غیر میوه لرونکیو نیالګیو، د بندونو جوړولو، د روغتیايي کلینیکونو د جوړولو، د ناروغیو د مخنیوي، د خوراکي او غیر خوراکي مرستو او داسې نورو په برخه کې ۳۲۲  میلیون دالرو ته بیړنۍ اړتیا لري.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وایي: مونږ دا شیان له خپلو نړیوالو شریکانو څخه د مرستې په توګه غواړو، د اغېزمنو ډلو لپاره لومړنۍ او مؤثره مرستې، زمونږ نړیوال شریکان باید د روغتیا وزارت سره په تخنیکي او لوژستیکي برخو کې همکاري وکړي. همدارنګه د لومړنیو او بېړنیو مرستو، روغتیا وزارت. دا د امبولانس شبکې ته اړتیا لري، چې د اړتیا په صورت کې وکارول شي.

په دې غونډه کې د نړیوالو مرستندویه مؤسسو لخوا د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وشو.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ په افغانستان کې سېلابونو ۱۲۰ زره کسان زیانمن کړي او د یادونې وړ ده، چې ۵۶ سلنه طبیعي پېښې د افغانستان په ختیځ کې رامنځته شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله له ۱۱۰ زرو ډېر کسان اغېزمن شوي دي.

د اوچا د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو ۵۶ سلنه پېښې او له درې یوه برخه اغېزمنه کورنۍ د افغانستان په ختیځ کې ثبت شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامیز الاکبروف وایي: مونږ د کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له نږدې دوه میلیون زیانمنو کسانو سره مرسته کړې. دارنګه د خواړو نړیوالې ادارې د کال له پیله تر اوسه څه د پاسه له شل میلیون خلکو سره مرسته شوي او د روغتیا نړیوال سازمان له اووه میلیون کسانو سره روغتیايي مرستې کړې دي. ترڅنګ یې درې اعشاریه شپږ میلیون ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم دي هم له لومړنیو مرستو څخه برخمن شوي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي ویلي؛ مونږ په افغانستان کې ښځو ته د بشري مرستو رسول روان ساتو. مونږ دغه راز د سرپرست حکومت له چارواکو غواړو، چې د دې بهیر د دوام لپاره د مرستندویه موسسو له کارکوونکیو سره همکاري وکړي.

د افغانستان د یو شمېر ګاونډ هېوادونو استازیو هم په دې غونډه کې له افغانانوسره  د خپلو هېوادونو پر ملاتړ ټینګار وکړ. په تېر یوه کال کې افغانستان د نورو ستونزو ترڅنګ طبیعي پېښو ځپلی  او د دې ستونزې په پایله کې سلګونه کسان مړه او ژوبل شول، زرګونه کورونه ویجاړ شول، سلګونه څاروي له منځه ولاړل او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوه او همداراز ټولګټو تأسیساتو ته هم زیان واوښت.

Trending

Exit mobile version