تازه خبرونه

په کابل کې د غالۍ اوبدلو روزنیز مرکز پرانیستل

په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ تېره ورځ( یکشنبه د چنګاښ نهه‌ویشتمه) د دې ټولنې د ماموریت عمومي رییس ډاکټر محمد سعید العیاش، په افغانستان کې د آذربایجان سفیر الهام محمدوف او همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرستیال عبیدالله امین‌زاده په‌ګډون دا پروژه تر سره او پلې شوه.

Published

on

د کابل د علاؤالدین په اړوند سیمه کې د غالۍ اوبدلو تخنیکي او مسلکي روزنیز مرکز د دودیزو افغان لاسي صنایعو د ودې پروژې د یوې برخې په توګه رسماً پرانستل شو.

په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ تېره ورځ( یکشنبه د چنګاښ نهه‌ویشتمه) د دې ټولنې د ماموریت عمومي رییس ډاکټر محمد سعید العیاش، په افغانستان کې د آذربایجان سفیر الهام محمدوف او همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرستیال عبیدالله امین‌زاده په‌ګډون دا پروژه تر سره او پلې شوه.

د افغان میرمنو پیاوړتیا او د افغانستان د غالۍ اوبدلو بډایه میراث د بیا راژوندي کولو دا پروژه د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې پیل او د آذربایجان د نړیوالې پراختیا ادارې (AIDA) پرمالي لګښت پلې شوه، چې موخه یې د ښځو او ځوانانو د پیاوړتیا هڅه ده.

ویل کیږي، چې له ۲۰ عصري اوبدلو ماشینونو سره سمبال دا مرکز به د غالۍ اوبدلو په برخه کې افغان میرمنو ته مسلکي روزنه او اقتصادي فرصتونه برابر کړي.

Trending

Exit mobile version