تازه خبرونه
په کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بختیار سیدیکوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ګډون کړی و.
په کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې رسمي پرانیسته د قرغزستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو اړین ګام وارزول شو.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بختیار سیدیکوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ګډون کړی و.
د دواړو هېوادونو چارواکو ويلي، چې د سوداګرۍ خونې جوړول به د قرغزستان د توکو د معرفي کولو، د دواړو خواوو د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د رامنځته کولو او د سوداګریزو معاملو د حجم د زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړي.
ویل کیږي، چې د کابل او بشکیک ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د اقتصادي ملګرتیاوو د پراختیا لپاره د دې اقدام پر اړتیا هم ټینګار وشو.