تازه خبرونه
په کابل کې د لومړي ځل لپاره د هند او افغانستان د صنایعو ګډ نندارتون پرانیستل شو.
په دغه نندارتون کې کرهڼیز او بریښنايي ماشینونه، پلاستیکي تولیدات او د معلوماتي تکنالوژۍ توکي او نور وسایل نندارې ته ایښودل شوي دي.
یو شميېر افغان او هندي سوداګر وايي؛ پاکستان د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو په لاره کې ستونزې جوړوي. دوی وايی که د ایران د چابهار سوداګریز بندر پرانیستل شي، د هند او افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه به زیاته شي.
د افغانستان ډیره تازه میوه هند ته صادریږي. ویل کیږي د دواړو هیوادنو له لوري په دواړو هیوادونو کې د ۱۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده؛ خو مسولین وايي چې د شپیتو میلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان کرنیز محصولات په ناقانونه توګه د پاکستان له لارې هند ته صادریږي.
افغان او هندي سوداګر وايي د ایران د چابهار بندر له لارې به د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم زیاته شي.
یو افغان سوداګر سخي احمد پیمان وایي؛ اوس که هند وغواړي افغانستان ته خپل محصولات صادر کړي، نو باید ایران د بندر عبا س له لارې یې صادر کړي چې دا ډیره اوږده لاره ده؛ خو افغانستان کولی شي خپل محصولات د پاکستان له لارې هند ته صادر کړي.
هند پلان لري چې د شپږ اتیا میلیونو ډالرو په لګښت د ایران چابهار بندر بیا ورغوي چې له افغانستان سره د دغه هیواد سوداګریزه راکړه ورکړه غښتلې شي.
په کابل کې د هند د سفیر مرستیال ویراج سینهه: د ستونزو د حل لپاره مونږ هڅه کوو چې افغانستان ته نورې لارې پرانیزو. په ورته وخت کې هند غواړي د ایران چابهار بندر ورغوي چې افغانستان به د هغه له لارې له مرکزي اسیا ته لاره پیدا کړي.
عبدالهادي ارغندیوال د افغانستان د اقتصاد وزارت سرپرست له افغان سوداګرو غواړي چې په بهر کې د پانګونې په ځای په افغانستان کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي.
د هند او افغانستان په ګډ نندارتون کې نږدې ۴۰ افغاني او هندي شرکتونو او کمپنیو خپل محصولات او تولیدات نندارې ته ایښي دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د نجونو کافي خونه او کتابتون پرانستل شو
د نجونو یوې څلورکسیزې ډلې د چارشنبې پر ورځ د غبرګولي نهمه په کابل کې د نجونو او ښځو د مطالعې لپاره یوه کافي خونه او کتابتون جوړ کړی او له ښځو او نجونو غواړي، چې ګټه ترې پورته او خپله پوهنیزه کچه لوړه کړي.
د هغو ښځو لپاره، چې په دې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه؛ دا یو ښه نوښت و، په ځانګړي توګه د هغو لپاره، چې د ښوونځي او پوهنتون زدهکړې یې ځنډېدلي دي.
له څه نا څه درې کلونو راپدیخوا په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو او ښځو د ښوونځيو او پوهنتونونو زدهکړې ځنډېدلي او له ورتګه بې برخې پاتې دي.
د نجونو دې څلورکسیزې ډلې؛ نجونو او میرمنو ته نه یوازې د زدهکړې لپاره کتابتون او قهوه خونه جوړ کړې، بلکې غواړي هغو میرمنو او نجونو ته، چې د علم او پوهې د ترلاسه کولو په لټه کې دي هم د لوست زمینه برابره کړي.
د کافي خونې مسووله زهرا وایي: هغه نجونې او میرمنې، چې دلته د لوست او مطالعې لپاره راځي؛ یو شمېر نورې نجونې ورته کافي له خواږو توکو سره برابروي، چې ذهنې ستړیا یې راکمه شي.
داسې انګیرل کیږي، چې د ښځو او نجونو د ښوونیزو محدودیتونو له کبله د داسې چاپېریال رامنځته کول یوه اړتیا ګڼل کیږي.
په ټولیزه توګه غوښتنه دا ده، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ پرانیستل شي.
تازه خبرونه
د اروپايي ټولنې او قطر استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسون او د قطر بهرنیو چارو وزارت سفیر او ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب د افغانستان پر روان وضعیت بحث او خبرې وکړې.
د هغې خبرپاڼې له مخې، چې تېره ورځ د غبرګولي نهمه ناوخته د قطر بهرنيو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې خپره کړې؛ راغلي، چې دغه ليدنه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې او دواړو چارواکو په کې د افغانستان پر روانو حالاتو او سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د ګډو نړیوالو هڅو په اړه خبرې وکړې.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوې، چې قطر به په نږدې یوه میاشت کې د افغانستان په اړه د درېیمې غونډې کوربه وي.
په دې غونډه کې د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازي هم بلل شوي دي.
د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازو د دوحې په دوهیمه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره د مخالفت له کبله ګډون ونکړ؛ خو په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د اندونو پر وړاندې کولو غور روان دی.
تازه خبرونه
د زدهکوونکیو د خوراکي خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کیږي – اروپايي ټولنه
د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) څرګنده کړې، چې اروپايي ټولنه به د افغان زدهکوونکیو د خوړو د خونديتوب پياوړتيا لپاره له دې پروګرام سره ۱۰ ميليون يورو ځانګړې کړي.
د خوړو نړيوال پروګرام د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي نهمه) په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دغه مرسته د فراه، غور، جوزجان، ننګرهار، نورستان، پکتيکا، روزګان او زابل ولايتونو له ۱۰ زره څخه زيات د ښوونځيو زدهکوونکي تر پوښښ لاندې راولي.
دغې ادارې زیاته کړې، چې د اروپايي ټولنې د اضافي مالي مرستو په لړ کې به د لس زره ښوونځیو پر زدهکوونکیو غني خوراکي بسکیټ یا ځواکمن تولید شوي غذايي خوراکونه ووېشل شي.
د یادې خبرپاڼې له مخې؛ د څلورم او شپږم ټولګیو نجونو زدهکوونکیو ته به هم د نباتي غوړیو او نغدو پیسو مرسته ورکړ شي.
په افغانستان کې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام مشرې هسیائو ویلی وايي؛ دې بنسټ څه باندې دوه لسیزې وړاندې د ښوونځیو د تغذیې پروګرام پیل کړ، چې د خوړو خوندیتوب او ښه تغذیه له پوهنې سره ونښلول شي.
د نوموړې د څرګندونو پر بنسټ، د خوړو نړيوال پروګرام تېر کال په ښوونځيو کې له یو اعشاریه پېنځه ميليون ماشومانو سره مرسته کړې او اروپايي ټولنه د دې مرستې مهم ونډوال شمېرل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې له دې مخکې هم د افغانستان د ښوونځیو د ښوونیز چاپېریال په ښه کولو کې مرسته کړې ده.
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا نړیوال ټلویزیون “د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې” یو نوی پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته
-
نړۍ3 days ago
په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول
-
تازه خبرونه3 days ago
له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل وارزول شو
-
نړۍ2 days ago
اسرائیلي ځواکونو د غزې او مصر د پولې کنټرول هم تر لاسه کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
په کابل کې د نجونو کافي خونه او کتابتون پرانستل شو
-
لوبی2 days ago
د افغانستان او عمان ترمنځ د کرکټ روزنیزه لوبه بې پایلې پای ته ورسېده
-
تازه خبرونه2 days ago
د زدهکوونکیو د خوراکي خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کیږي – اروپايي ټولنه