تازه خبرونه
په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر له امیرخان متقي سره مخه ښه وکړه
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې لیدنې پرمهال امیرخان متقي د افغانستان اسلامي امارت او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې.
په کابل کې د متحده عربي اماراتو پخواني سفیر عیسی سالم محمد الظاهري د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د مخه ښۍ لیدنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې لیدنې پرمهال امیرخان متقي د افغانستان اسلامي امارت او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې.
متقي د محمد الظاهري له ماموریت ستاینه وکړه او په راتلونکي ماموریت کې یې هغه ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
د متحده عربي اماراتو پخواني سفیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې تائید کړې او هیله من شو، چې اړوند دوه اړخیزې اړیکې به په بېلابیلو برخو کې نورې هم پراخې شي.