روغتيا
په کابل کې د مور او ماشوم روغتون له جوړولو وروسته پرانیستل شو
بیات بنیاد د کابل د ماشومانو روغتون په انګړ کې د مور او ماشوم روغتون پر معیاري ډول له جوړولو وروسته پرانیست او رسماً د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شو.
د بيات بنياد مسوولينو ويلي، چې د دغه روغتون له جوړولو يې موخه د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې راټيټول دي.
د بیات بنیاد لوی مشر داکتر احسان الله بیات ويلي؛ د دې روغتون له جوړولو یې موخه دا ده، چې په هېواد کې د مور او ماشوم مړینه را کمه او میندو او ماشومانو ته مناسب روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې د بیات بنیاد لهخوا په جوړو شویو روغتونونو کې تر اوسه د درې میلیون ماشومانو او میندو درملنه شوې ده.
د ماشومانو او میندو لپاره دغه ځانګړی روغتون په څلورو پوړونو کې پر ۳۲۰۰ متره مربع مساحت کې د ۲۹۶ میلیون افغانیو پر لګښت جوړ او په عصري طبي وسایلو سمبال شوی دی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم د خوښۍ له څرګندولو سره ویلي: مناسبه ده؛ د دغه څلور پوړیز روغتون د جوړېدو په مناسبت له بیات بنیاد څخه مننه وکړو، چې دا روغتون یې د ۲۹۶ میلیون افغانیو پر پانګهونه بشپړ او جوړ کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت هم ویلي؛ په هېواد کې د تېرو دوه کلونو پر پرتله د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه کمه شوې او د ماشومانو او ميندو د مړينې د کچې د راټيټولو لپاره هڅې روانې دي.
د دغه وزارت سرپرست وايي؛ په ټولو ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره منظم پلانونه لري.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد ویلي؛ په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه د دوه کاله مخکې پر پرتله د پام وړ کمه شوې ده.
د اسلامي امارت مسوولینو په روغتیايي، ټولنیزو او بشري برخو کې د بیات بنیاد له هڅو ستاینه وکړه او له نورو ملي پانګوالو او سوداګرو یې وغوښتل، چې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.