تازه خبرونه

په کابل کې د پاکستان سفیر احضار او د افغانستان احتجاج‌ليک وروسپارل شو

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دا بریدونه د افغانستان له هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ده او د سیمې د امنیت او ثبات پر وړاندې پاروونکی عمل ګڼل کیږي.

Published

on

د افغانستان پر ننګرهار او خوست ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو له کبله، چې په کې درې ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي؛ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او هغه ته یې اعتراضي رسمي لیک وسپاره.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دا بریدونه د افغانستان له هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ده او د سیمې د امنیت او ثبات پر وړاندې پاروونکی عمل ګڼل کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان د خاورې ساتنه د اسلامي امارت سره کرښه ده او دا راز بې مسوولیته کړنې به خپلې پایلې ولري.

د ننګرهار د پېښې قرباني غریبکار او د خوست زیانمن کس  بیا یو عام تجار دی او دواړه هغه يې له هېڅ ډلې سره تړاو نلري.

دا لومړی ځل ندی، چې پاکستان د غني خېلو په ولسوالۍ کې پر ملکيانو د بې پيلوټه الوتکې په وسيله بريد کړي ، بلکې ترې وړاندې يې په کراتو  د ختيځې سيمې په بېلابيلو سرحدي سيمو کې د ملکیانو پر کورونو توغنديز بريدونه کړي دي.

Trending

Exit mobile version