سیمه ییز خبرونه
په کابل کې د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته راوبلل شو
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د پولې څخه هاخوا پر افغان امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو زیاتېدل د دی لامل شوي، چې دا موضوع د ملی امنیت شورا په ناسته کې مطرح شي.
د بهرنیو چارو وزارت مسئولین وایي، د ملی امنیت شورا د پرېکړې پر بڼسټ، په کابل کې د پاکستان سفیر د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته رابلل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالشکیب مستغني وایي:
د پاکستاني درویشت سرتېرو د وژل کېدو په اړه د پاکستان له خوا هغه شواهد دا نه شکاره کوي، چې دا سرتېري د افغانستان په خاوره کې وژل شوي دي.
د افغانستان پولیز سرتېرو باندې د بریدونو د زیاتوالي څخه اندېښنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې پاکستاني طالبان د یاد هېواد حکومت سره اوربند کړی. ویل کېږي دا اوربند د افغانستان ټاکنو د ګډوډولو په موخه ترسره شوی دی.