تازه خبرونه

په کابل کې د چاودنې له کبله د مینا خیري خور هم ساه ورکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۴۰۰)

د آریانا نیوز د ویاندې مینا خیري خور حسنیه خیري، چې د پنجشنبې پر ورځ په چاودنه کې ټپي شوې وه؛ نن یکشنبه یې د ټپونو له کبله سا ورکړه او د خپلې مور او خور تر څنګ خاورو ته وسپارل شوه.

حسنیه له خپلې مور او خور سره په هغه ښاري موټر کې وه، چې د ځای پر ځای شويو چاودیدونکيو توکو چاودنه پرې رامنځته شوه.

د ډاکټرانو په وینا، حسنیه په چاودنه کې سخت سوځیدلی وه.

د مینا او مور جنازې یې د شنبې پر ورځ  په کابل کې خاورو ته سپارل شوي دي.

حسنیه خیري د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د تاریخ او فلسفې د لومړي کال زدکړیاله وه.

مینا خیري په ۲۰۱۷ زېږدیز کال د می په میاشت کې له آریانا نیوز او آریانا سره د ویاندې په توګه کار پیل کړی و.

د یادونې ده، چې د پنجشنبې پر ماښام د کابل ښار د لویدیځ  په پل سوخته سیمه کې پر تونس موټر د چاودنې له کبله مینا خیري او مور یې له دوه نور کسانو سره ووژل شول او حسنیه له څاور نورو کسانو سره سخته ټپي وه، چې نن دې هم له ټپونو ساه ورکړه.

Trending

Exit mobile version