لوبی

په کابل کې د کرکټ بورډ پخوانی مشر ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۴, ۱۴۰۱)

سرچینو په کابل کې د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا د افغانستان د کرکټ بورډ د پخواني مشر عزیزالله فضلي له نیولو خبر ورکړ.

د امریکا غږ خبري آژانس د خبر له مخې؛ د هېواد د کرکټ بورډ یوې باوري سرچینې ویلي، چې پرون یکشنبه (د دولسمه) عزیزالله فضلي له یوه جعلي مکتوب سره د کرکټ بورډ عمومي ریاست ته ورغلی او ځان یې د کرکټ بورډ د نوي مشر په توګه دغې ادارې ته ورپېژندلی دی.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د کرکټ بورډ د دفتر امنيتي ساتونکیو له عزیز الله فضلي غوښتي؛ په رسمي وخت کې دې راشي او د دې پر ځاى، چې مکتوب پخپله کرکټ بورډ ته راوړي، د چارو رياست له لارې يې بقاید ترلاسه کړي.

سرچينې زیاته کړې؛ د کرکټ بورډ پخوانى مشر د دې ادارې له دروازې ستون شوى؛ خو کرکټ بورډ د نوموړي د نيول کېدو په اړه معلومات نلري.

د اسلامي امارت سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي، چې د کرکټ بورډ پخوانی مشر له وسلوالو سره دغې ادارې ته ورغلی او د هغه د ننوتلو له مخنیوي وروسته هوايي ډزې هم شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، فضلي له دې پېښې وروسته د اسلامي امارت د رییس الوزرا پر امر نیول شوی دی.

د یادونې ده، چې د کرکټ بورد پخواني مشر عزیز الله فضلي هم تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version