تازه خبرونه
په کابل کې سلګونه اړمنې کورنۍ د بیات بنیاد د روژې له مرستو برخمنې شوې
د بیات بنیاد چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په کابل ښار کې پر سلګونه بې وزلو، بېوسو او اړمنو کورنيو د بیات بنیاد د روژې د مرستو خوراکي توکي ووېشل شول.
د خیر، ښګڼې او سخاوت په دې میاشت کې د بیات بنیاد له بېوزلو او اړمنو کورنیو سره هره ورځ مرسته کوي.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل ویلي؛ په دغو مرستو کې اوړه، غوړي او وریجې شته او دغه مرستې به د روژې تر پایه د نورو ولایتونو اړمنو هېوادوالو ته هم ورسېږي.
نوموړی د دغو مرستو موخه په روان ناوړه اقتصادي شرایطو کې له اړمنو کورنیو سره مرسته ګڼي
هغه بېوزله او مستحقې کورنیو، چې دغه خوراکي توکي يې ترلاسه کړي دي؛ د بيات بنياد له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندويه موسسو هم غواړي، چې په دې سختو شرايطو کې له اړمنو سره مرسته وکړي.
دوی د بیات بنیاد له مرستو خوښ دي او وايي؛ د بیات بنیاد دغه مرسته په داسې حال کې وشوه، چې خلک له بېلا بېلو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ویل کیږي، چې په یو شمېر ولایتونو کې دغه مرستې له بېوزلو کورنیو سره ترسره شوي او دا بهیر به د روژې تر پایه روان وي.