تازه خبرونه

په کابل کې سوداګريزې ښاري چارې بېرته عادي حالت ته راګرزېدلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۹, ۱۴۰۰

د رویټرز د راپور له مخې؛ د وټه ییزو(اقتصادي) او بشري بحران د اوږدې مودې له ابهام او اندېښنو سره سره، په افغانستان کې سوداګریزې ښاري چارې بېرته عادي حالت ته راګرزېدلې دي.

یاد راپور زیاته کړې، چې پلورونکيو، د هټیو مالکینو او رسټورانټونو  ورځنی فعالیت روان ساتلی دی. په داسې حال کې، چې یو شمېر کابل ښاریان ښه ژوند ته خوشبینه دي؛ خو یو شمېر هټیوال د خپلو کارونو په اړه اندېښمن هم دي.

په کابل کې د وړيو د يوې فابريکې مالک ناصر ويلي: پلورنه ښه نده؛ ځکه، چې زمونږ سوداګري پر بهرنيانو تکيه لري. دلته بهرنۍ کمپنۍ او بهرني سفارتونه ول، خو اوس ټول وتلي او زمونږ پلور ډېر لږ شوی دی.

ناصر زياته کړې، چې افغانان د پېرلو توان نلري او زياتره يې د خوراک او جامو په اړه اندېښمن دي.

د زیوراتو یوه پلورونکي خالد ویلي: پلور ۵۰ سلنه لږ شوی. زه هیله لرم، چې سوداګري به وده وکړي او سوله او امنیت به نور هم ټینګ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا له کانګرسه غوښتي، چې د افغانیو د خلاصون لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په ډاګه کړې؛ که وضعیت بدل نشي افغانان به له جدي ستونزو سره مخ او په لویه کچه به نورو هېوادونو ته د افغانانو کډوالۍ هم ډېره شي.

امریکا او د پیسو نړیوال صندوق پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دې هېواد لږ تر لږه لس میلیارډ ډالر کنګل کړل، چې ورسره د افغانستان وټه ییز نظام کمزوری او د خلکو وتښتې ته زمینه برابره شوه.

Trending

Exit mobile version