Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې له ۱۰۰۰ اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه

خپور شوی

د

په کابل کې د چارشنبې پر ورځ  د سلواغې ۶  د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت لخوا  پر ۱۰۰۰ کورنیو خوراکي توکي او ګرمې جامې ووېشل شوې.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغه مرسته کې اوړه، وريجې، بړستنې او ژمنۍ جامې شته، چې مخکې د چین او پاکستان د الخدمت موسسې لخوا تر سره شوي او په کابل د کډوالو چارو ریاست اړمنو کسانو ته ووېشلې.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي د مرستو د وېش پر مهال ویلي: دا ځل مرستې د بېوزلو او بې ځایه شویو ښځو په موخه شوې دي.

هغه له ټولو مرسته کوونکیو هېوادونو او خیریه موسسو مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د افغانستان د خلکو لپاره نورې زیاتې مرستې وکړي.

د دغه وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ هڅه کیږي، چې دغه مرستې په کابل او نورو ولایتونو کې پر اړمنو کسانو ووېشل شي.

د وزارت چارواکو له وکیلانو او سیمه ییزو مشرانو وغوښتل، چې له کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت سره د اړو کورنیو په پېژندلو کې همکاري وکړي.

د کډوالو چارو وزارت چارسمبالي ويلي، چې د دې وزارت په بېلابېلو څانګو کې لسګونه زره نورې اړمنې کورنۍ د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه په  تمه دي او دغه وزارت هڅه کوي، چې ټولو اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» د مشورتي ناستو اتمه غونډه به د اوکټوبر پر پېنځمه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي.

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

بېلاروس او مصر په دې غونډه کې  مېلمانه دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به په غونډه کې وینا وکړي.

دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ یو افغان پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي او ټاکل شوې، چې نوموړی به د غونډې په څنډه کې له لاوروف سره ځانګړې لیدنه هم وکړي.

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، د روسیې او افغانستان د چارواکو په دوه‌اړخیزه لیدنه کې به د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند روانو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.

د «مسکو فارمټ» په پراخه غونډه کې به د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشي.

زاخارووا زیاته کړې؛ تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه هم خپره شي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #مسکو‌فارمټ #روسیه #لاوروف #زاخارووا

Continue Reading

تازه خبرونه

په بانکونو کې د خلکو سپماوې زیاتې شوې – د افغانستان بانک

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د دغه بانک د عالي شورا په غونډه کې ویلي، چې د سپماوو زیاتوالی د بانکي سکټور د ثبات د پیاوړتیا او د هېواد پر بانکي نظام د خلکو د باور د زیاتېدا ښکارندوي کوي.

Published

on

د افغانستان بانک ويلي، سږ کال په بانکونو کې د خلکو د سپماوو کچه لوړه شوې او د هېواد په بانکي سکټور کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د دغه بانک د عالي شورا په غونډه کې ویلي، چې د سپماوو زیاتوالی د بانکي سکټور د ثبات د پیاوړتیا او د هېواد پر بانکي نظام د خلکو د باور د زیاتېدا ښکارندوي کوي.

په دې غونډه کې د هېواد د پولي سیاستونو، د بانکي سکټور د وضعیت، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا، د برښنايي بانکدارۍ د پراختیا او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتېدا په اړه بحث او څېړنه شوې ده.

دغه راز خالد د اغېزمنو پولي سیاستونو پر پلي کولو، د بانکي سکټور د اوسني وضعیت پر ارزونه، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا لپاره د هڅو پر دوام او مالي خدمتونو ته د خلکو د پراخ لاسرسي د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.

هغه د افغانیو د ارزښت او ثبات په اړه ویلي؛ افغانۍ په تېر یوه کال کې سره له دې، چې د نړۍ له اقتصادي ننګونو سره مخ وه، د سیمې او نړۍ د ډېرو اسعارو پر پرتله خپل ثبات ساتلی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا وضعیت د افغانستان بانک د سنجول شویو او موخو لرونکو پولي سیاستونو د پلي کولو پایله ده.

#آریانانیوز #افغانستان #دافغانستان‌بانک #بانکي‌سکټور #افغانۍ #بانکداري

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ او هلمند ۹ ملکي وګړي «شهیدان» شوي – ذبیح مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، چې تېره شپه د پاکستاني الوتکو د هوايي بریدونو له کبله د کونړ او هلمند په اړوند  سیمو کې د ښځو او ماشومانو پر ګډون ۹ ملکي وګړي« شهیدان» شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۱ کسان نور ټپیان شوي او درې استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي:« مونږ دا عمل غندو او د ټولو منل شویو اصولو خلاف یې تېری او جنایت بولو.»

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!