روغتيا

په کابل کې هره ورځ پر خوارځواکۍ اخته ۸ ماشومان مري

Published

on

د راپورونو له مخې؛ د کابل په اندراګاندي روغتون کې هره ورځ په منځنۍ کچه اته ماشومان د خوارځواکۍ له کبله مري؛ خو د روغتون مسوولین دا شمېر ردوي.

په هېواد کې بېوزلي او جدي اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي، چې زرګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.

 یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د وروستي راپور له مخې؛ په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه دومره لوړه ده، چې که له پامه وغورزول شي؛ یو میلیون ماشومان به مړه شي.

د کابل اندراګاندي روغتون مشر حسیب رحیمزی وردګ په دې روغتون کې د مړېنې راپور شوی شمېر ردوي او وایي: مونږ په روغتون کې د خوارځواکۍ دوه څانګې لرو؛ د خوارځواکۍ درملنه او بستر. مونږ د منځنۍ کچې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د درملنې لپاره خوراکي توکي ورکوو او حاد ناروغان بستروو. په بستر ناروغانو کې مونږ یوازې په تېره میاشت کې د مړېنې یوه پېښه لرو.

په دې روغتون کې  د بستري ماشومانو خپلوانو څرګنده کړې، چې د روغتون امکانات پر نشت حساب دي او ځينې ډاکتران هم بې پروايي کوي.

د اندراګاندي په روغتون کې د بستري ماشومانو خپلوان په دې روغتون کې د ګډوډيو او بینظمیو شکایت کوي. دوی وايي چې په روغتون کې هیڅ درمل نشته او ټول درمل په شخصي درملتون کې اخلي. دغه راز دويي چې ډاکتران هم په ځينو مواردو کې بې پروايي او ناسم چلند کوي.

د ناروغ ماشوم مور زرلښته وایي: پوښتنه نشته او مونږ د ډاکترانو په تمه پاتې کیږو؛ ناروغ مې د خوارځواکۍ تر څنګ د کومي پرې کېدنه هم لري. د خلکو لاسنیوی اړین دی؛ درمل له بازاره اخلي او په روغتون کې څه نشته.

د ناروغ ماشوم  یوه بله مور  حمیرا وایي: زه له یوې میاشتې راپدیخوا له ماشوم سره بستر یم. نه پوهېږم، چې ډاکټران ولې راته نه وايي، چې د دې ماشوم ناروغي څه ده او ولې نه ښه کیږي.

د یو بل ناروغ ماشوم مور شمینه وایي: دوه کاله وشول، چې ماشوم مې نه ښه کیږي؛ څلور ځله بستر شوی او ډاکټران یې سمه درملنه نکوي. 

د یونیسف د څرګندونو له مخې؛ د روان کال تر پایه به له پېنځه کلونو کم عمره دوه اعشاریه دوه میلیون ماشومان له مضمنې یا پوره خوارځواکۍ سره مخ شي.

 ډاکتران هم وايي، چې د بېوزلۍ له کبله د خوارځواکو ماشومانو شمېر مخ پر لوړېدو دی.

د اندراګاندي روغتون د تغذیې څانګې مشره سکینه وایي: مونږ په دې روغتون کې ډېر ناروغان لرو او د مړېنو شمېر هم توپیر لري او دا نشم ویلی، چې هره ورځ څومره ماشومان مري.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو وجهي صندوق د افغانستان د روغتیايي نظام د پاشل کیدو د مخنیوي او له خوارځواکو ماشومانو او اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د دوه میلیارډ ډالرو د مرستې غوښتنه کړې وه.

Trending

Exit mobile version