تازه خبرونه
په کابل کې وروستۍ چاودنې غبرګونونه راپارولي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په کابل کې پرونی برید د ناامنیو او تروریستي هڅې د دوام بېلګه یاده کړې ده.
کابل د جمعې په ورځ د یوې خونړۍ چاودنې شاهد و. دغه چاودنه چې د وزیر محمد اکبر خان جومات د دروازې مخې ته وشوه لسګونو تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د کورنیو چارو وزارت دغه چاودنه په یوه موتر کې د ځای پر ځای شویو توکو له کبله رامنځته شوې بولي او وايي، چې په دې چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.
دغه چاودنه د ملګرو ملتونو، د امریکا سفارت، یو شمېر سیاسي څېرو، عبدالله عبدالله، حامد کرزي او هېوادوالو له تندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر یا یوناما د کابل پرونۍ حمله په افغانستان کې د ناامنۍ او د تروریستي فعالیتونو د دوام بیلګه بللې ده.
یوناما څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د جمعې د ورځې چاودنې د کابل په مرکز کې له یوه جومات څخه بهر ګڼ شمېر خلک ووژل او ټپیان کړل، چې د ناامنیو او تروریستي فعالیتونو یوه بله ترخه پېښه ده.
د امریکا سفارت، چې دا مهال په قطر کې فعالیت کوي هم پر عبادت کوونکیو دغه چاودنه په کلکه غندلې ده.
د امریکا سفارت ویلي، چې د عبادت کوونکیو پر ژوند برید یو وحشیانه کار او د توجیه وړ ندی.
د امریکا سفارت په غبرګون کې راغلي: امریکا په کابل کې د وزیر اکبر خان له جومات څخه بهر پر عبادت کوونکیو وحشیانه چاودنه غندي او دا ډول برید پر هغو خلکو، چې د خپل دین او عقیدې څرګندونه کوي؛ د بخښنې وړ نده.
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د وزیر اکبر خان جومات ته څېرمه چاودنه کلکه غندلې او وایي؛ دغه برید تروریستي او د انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف کار یاد کړی دی.
دغه راز عبدالله عبدالله هم ویلي، چې دا برید د بښنې وړ ندی او د انساني، اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف یې بللى دى.
کابل د جمعې پر ورځ د تلې لومړۍ د وزیر محمد اکبر خان جومات د دروازې مخې ته د یوې خونړۍ چاودنې شاهد و، چې په کې ۴۸ لمونځ کوونکیو ته مرګ و ژوبله واوښته.
